۲۰۲۶ اکتوبر ۴
ورځنۍ رڼا, اکتوبر ۵: په وخت د مصيبت کښې ما ته آواز راکړئ
ورځنۍ رڼا
په وخت د مصيبت کښې ما ته آواز راکړئ، زۀ به تاسو د مصيبت نه بچ کړمه او تاسو به زما عزت وکړئ.“
زبور ۵۰:۱۵
ولې خفه کېږې زما روحه، دومره ولې پرېشانه کېږې تۀ؟ په خُدائ پاک باندې توکل کوه مۀ پرېشانه کېږه تۀ، زۀ به بيا ستا ثناء صِفت بيان کړم، خُدايه ځکه چې هم تا زۀ خلاص کړم.
زبور ۴۲:۱۱
اے مالِکه خُدايه، تا په خپله سوال زارى د مظلومانو واورېدله، تۀ هغوئ ډاډه کوې او سوالونه يې اورې.
زبور ۱۰:۱۷
تۀ بخښونکے او ښۀ يې مالِکه خُدايه، او څوک چې درنه سوال کوى تۀ د هغوئ سره نۀ ختمېدونکې مينه کوې.
زبور ۸۶:۵
نو يعقوب خپل خاندان ته او هغه ټولو ته چې د هغۀ سره وُو ووئيل ... مونږ به د دې ځائ نه بيتايل ته ځُو، هلته به زۀ خُدائ پاک ته يوه قربانګاه جوړه کړم چا چې په تکليف کښې زما سوال اورېدلے دے او چې زۀ چرته هم تلے يم نو هغه زما مل وو.
پېدايښت ۳۵:۲–۳
اے زما روحه، د مالِک خُدائ ثناء ووايه، چې د هغۀ ټول احسانونه هېر نۀ کړى.
زبور ۱۰۳:۲
د مالِک خُدائ سره مينه کوم ځکه چې هغۀ زما سوال زارى اورېدلې ده، هغۀ زما سوال زارى د رحم دپاره اورېدلې ده. ځکه چې هغه اوس په ما خيال ساتى او خپل غوږ يې ما ته راړولے دے، ترڅو چې زۀ ژوندے يم زۀ به هغۀ نه سوال کوم. د مرګ پړو راګېر کړے يم، د قبر سخته په ما راغلې ده، زۀ په خپل خفګان او تکليفونو کښې ډوب شوم. نو ما بيا د مالِک خُدائ په نوم چغه کړه.
زبور ۱۱۶:۱–۴
اوس ډېر لږ وخت دے چې څوک چې راتلونکے دے هغه به راشى او ايسار به نۀ شى.
عبرانيان ۱۰:۳۷
زۀ چې څۀ تا ته په رويا کښې څرګندوم هغه په تختو باندې داسې وليکه چې هر څوک يې په آسانۍ سره لوستلے شى. نو ځکه رويا د مقرر وخت انتظار کوى، دا د آخرت په حقله خبرې کوى او دا به دروغ ثابت نۀ شى. اګر کۀ دا وخت اخلى، د دې انتظار وکړه، دا به خامخا پوره شى او ايسار به نۀ شى.
حبقُوق ۲:۲–۳
خو زما ملګرو، دا حقيقت دې ستاسو نه هېر نۀ شى چې د مالِک په نزد يوه ورځ د زرو کالو برابره ده او زر کاله د يوې ورځې برابر دى. مالِک په خپل لوظ کښې سستى نۀ کوى لکه چې بعضې خلقو ته سستى ښکارى بلکې هغه ستاسو په حقله صبر کوى، او هغه غواړى چې څوک هم هلاک نۀ شى بلکې چې ټول توبه وباسى.
دوېم پطروس ۳:۸–۹
خو تۀ، اے مالِکه خُدايه، رحيم او مهربانه يې. په غصه کښې تېزى نۀ کوې او د ډېرې مينې او وفادارۍ نه کار اخلې.
زبور ۸۶:۱۵
اے، چې تۀ آسمان وشلوې او راکوز شې ... د پخوا نه نۀ ستا په شان خُدائ پاک چا ليدلے دے او نۀ يې اورېدلې دى، صرف تۀ هغه خُدائ يې چې د هغوئ مدد کوې څوک چې ستا په انتظار کښې وى.
يشعياه ۶۴:۱, ۴
د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).
وروستۍ ورځې
ټول وګورئ۲۰۲۶ اکتوبر ۳
رويا ۱:۵ · غزلې ۸:۷
۲۰۲۶ اکتوبر ۲
ليويانو ۱۶:۲۲ · زبور ۱۰۳:۱۲
۲۰۲۶ اکتوبر ۱
ګلتيان ۵:۲۲–۲۳ · اول کورنتيان ۹:۲۵–۲۷
۲۰۲۶ سېپتمبر ۳۰
ايُوب ۲۳:۱۰ · زبور ۱۰۳:۱۴
۲۰۲۶ سېپتمبر ۲۹
اول يوحنا ۳:۱۶ · اِفِسيانو ۳:۱۹
۲۰۲۶ سېپتمبر ۲۸
شمېر ۶:۲۷ · يشعياه ۲۶:۱۳






