ورځنۍ رڼا, اکتوبر ۴: تاسو د ټولې دُنيا دپاره رڼا يئ

ورځنۍ رڼا

ورځنۍ رڼا
ټولې لیکنې

نو د هغۀ مخ ځلېدلو ځکه چې هغۀ د مالِک خُدائ سره خبرې کړې وې، خو هغه ترې نه خبر نۀ وو.

مونږ ته نه، اے مالِکه خُدايه، مونږ ته نه، خو ستا نوم ته دې جلال وى.

دا کله وُو چې مونږ تۀ اوږے وليدلې او خوراک مو درکړو، يا تږے وې او د څښلو دپاره مو اوبۀ درکړې.

بلکې په عاجزۍ سره يو بل د ځان نه غوره ګڼئ.

بلکې د يو بل د خِدمت دپاره تاسو ټول په حليمۍ ملا وتړئ ځکه چې، ”خُدائ پاک د کبرژنو مقابله کوى خو عاجزانو له فضل ورکوى.“

او د هغوئ په وړاندې د هغۀ شکل بدل کړے شو او د هغۀ مخ لکه د نمر وځلېدو او د هغۀ جامې لکه د رڼا سپينې شوې.

او په جرګه کښې ناستو ټولو خلقو ستِفانوس ته نېغ کتل او هغوئ وليدل چې د هغۀ مخ لکه د فرښتې د مخ په شان ځلېدو.

کومه لوئى چې تا ما له راکړې ده هغه ما دوئ له ورکړه د دې دپاره چې دوئ يو وى لکه چې مونږ يو يُو.

خو په مونږ کښې د مالِک خُدائ هغه جلال ليدل کيږى چا چې د خپلو مخونو نه پړده اخوا کړې ده، او مونږ ورځ په ورځ د مالِک خُدائ د جلال په صورت بدليږو، او دا کار زمونږ نه، خو د هغه مالِک دے چې په خپله روح دے.

تاسو د ټولې دُنيا دپاره رڼا يئ. کوم ښار چې په غرۀ آباد وى هغه پټېدے نۀ شى. چې ډيوه بله شى نو څوک پرې لوښے نۀ ږدى، بلکې د ډيوټ دپاسه کېښودلے شى چرته چې د کور ټولو خلقو ته رڼا ورکوى.

خو د کارونو مختلف قِسمونه دى، خُدائ پاک هم هغه يو دے چې په مختلفو طريقو سره دا ټول کارونه کوى.

د منسى قبيلې څۀ فوجيان واوړېدل او د داؤد په طرف شول ... هغوئ د هغه ډلو خِلاف د داؤد ملګرتيا وکړه چې څوک ډاکوان وُو، ځکه چې هغوئ ټول تکړه جنګيالى وُو او د هغۀ د لښکر مشران وُو.

خو په مونږ کښې د روحُ القُدس د نعمتونو اثر د ټولو خلقو د فائدې دپاره دے.

نو ډېر تکړه فوجيان د هغۀ په لښکر کښې ملګرى شول د دې دپاره چې د ساؤل په ځائ يې بادشاه جوړ کړى، لکه څنګه چې مالِک خُدائ وعده کړې وه. د هغوئ شمېر داسې وو: يهوداه: شپږ زره او اتۀ سوه ښۀ وسله بند سړى، چې ډالونه او نېزې ورسره وې، شمعون: اووۀ زره او سل ښۀ تکړه سړى، ليوى: څلور زره او شپږ سوه سړى، د هارون اولاد، د يهويدع ډله: درې زره او اووۀ سوه سړى، په دې کښې يو بهادر جنګيالے زلمے صدوق هم شامل وو، سره د هغۀ د دوويشتو خپلوانو چې ټول آفسران وُو، بنيامين چې د ساؤل خپله قبيله وه: درې زره سړى (د بنيامين زيات خلق د ساؤل وفادار پاتې شوى وُو)، اِفرائيم: شل زره او اتۀ سوه تکړه سړى چې په خپلو ډلو کښې مشهور وُو، نمر پرېواتۀ طرف ته منسى: اتلس زره سړى چې د داؤد د بادشاه جوړولو دپاره خوښ کړے شول، يساکار: دوه سوه سړى.

نو يو ته د روح په وسيله د حِکمت کلام ورکړے شى او بل ته د هم هغه روح په وسيله د علميت کلام.

23‏-37 کله چې داؤد په حبرون کښې وو، نو ډېر تکړه فوجيان د هغۀ په لښکر کښې ملګرى شول د دې دپاره چې د ساؤل په ځائ يې بادشاه جوړ کړى، لکه څنګه چې مالِک خُدائ وعده کړې وه. د هغوئ شمېر داسې وو: يهوداه: شپږ زره او اتۀ سوه ښۀ وسله بند سړى، چې ډالونه او نېزې ورسره وې، شمعون: اووۀ زره او سل ښۀ تکړه سړى، ليوى: څلور زره او شپږ سوه سړى، د هارون اولاد، د يهويدع ډله: درې زره او اووۀ سوه سړى، په دې کښې يو بهادر جنګيالے زلمے صدوق هم شامل وو، سره د هغۀ د دوويشتو خپلوانو چې ټول آفسران وُو، بنيامين چې د ساؤل خپله قبيله وه: درې زره سړى (د بنيامين زيات خلق د ساؤل وفادار پاتې شوى وُو)، اِفرائيم: شل زره او اتۀ سوه تکړه سړى چې په خپلو ډلو کښې مشهور وُو، نمر پرېواتۀ طرف ته منسى: اتلس زره سړى چې د داؤد د بادشاه جوړولو دپاره خوښ کړے شول، يساکار: دوه سوه سړى، سره د هغه سړو چې د هغوئ د مشرۍ لاندې وُو (دا مشران په حالاتو او واقعاتو باندې پوهېدل او هغوئ ته پته وه چې بنى اِسرائيلو له څۀ کول په کار دى)، زبولون: پنځوس زره وفادار او داسې اعتبارى سړى چې د جنګ دپاره تيار وُو، چې د هر قِسم وسلې په استعمالېدو باندې پوهېدل، نفتالى: يو زر مشران، سره د اوو دېرشو زرو سړو چې په ډالونو او نېزو باندې وسله بند وُو، دان: اتۀويشت زره او شپږ سوه تکړه سړى، آشر: څلوېښت زره سړى چې د جنګ دپاره تيار وُو، د اُردن سيند نمرخاتۀ طرف ته قبيلې، روبين، جاد او نمرخاتۀ طرف ته منسى: يو سل او شل زره سړى چې د هر قِسم وسلې په استعمالېدو باندې پوهېدل.

داسې سړے دوه زړيه وى او په خپلو ټولو کارونو ټينګ ولاړ نۀ وى.

د دې دپاره چې په بدن کښې بې‌اتفاقى پېدا نۀ شى بلکې اندامونه د يو بل برابر خيال وساتى. کۀ يو اندام تکليف کښې وى نو ټول ورسره په تکليف کښې وى، او کۀ يو اندام عزت ومومى نو نور ټول اندامونه ورسره خوشحاله وى.

يو مالِک دے، يو ايمان، يوه بپتسمه ده.

د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019. www.pbs.org.pk

عکس د Ahmet Yüksek ✪ لخوا په Unsplash کې (https://unsplash.com/photos/hazy-mountain-peaks-at-sunrise-or-sunset-jUZUTcnJoQw)

د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).

وروستۍ ورځې

ټول وګورئ