ورځنۍ رڼا, اکتوبر ۱: خو د خُدائ پاک د روح مېوه مينه

ورځنۍ رڼا

ورځنۍ رڼا
ټولې لیکنې

خو د خُدائ پاک د روح مېوه مينه ... نرمى او پرهيزګارى ده.

هر لوبغاړے په هر څيز کښې سخته پابندى کوى. هغوئ دا د فنا کېدونکى تاج د حاصلولو دپاره کوى، خو مونږ دا د ابدى تاج دپاره کوُو. نو زۀ بې‌مقصده منډه نۀ وهم او نۀ زۀ باد په سوکونو وهم. بلکې زۀ په خپل بدن تکليف تېروم او خپل غلام يې جوړوم، هسې نه چې زۀ نورو ته زيرے ورکوم او په خپله ترې محرومه شم.

په شرابو مستېږئ مه ځکه چې د دې اَنجام عياشى ده، بلکې د دې په ځائ په روحُ القُدس معمور شئ.

کۀ څوک زما مريد جوړېدل غواړى، هغه دې د خپل ځان نه منکر شى، خپله سولۍ دې راواخلى او ما پسې دې راځى.

نو بيا دې مونږ د نورو په شان اودۀ پاتې نۀ شُو بلکې مونږ دې بېدار او په هوش کښې اوسو. ځکه څوک چې اودۀ کيږى هغوئ په شپه کښې اودۀ کيږى، او څوک چې نشه کيږى هغوئ په شپه کښې نشه کيږى. خو مونږ چې د ورځې سره تعلق ساتو نو په کار دى چې مونږ په هوش کښې اوسو.

او مونږ ته دا تعليم راکوى چې بې‌دينى او دُنياوى خواهشونه پرېږدو او په موجوده زمانه کښې په پرهيزګارۍ، صداقت او ديندارۍ سره ژوند تېر کړُو، نو چې مونږ د هغه مبارک اُميد، او د خپل لوئ خُدائ پاک او خلاصوونکى عيسىٰ مسيح د جلال د څرګندېدو په اِنتظار کښې يُو.

نو د دې په ځائ مونږ ته په مينه کښې حقيقت وئيل په کار دى، او په مسيح کښې به وده وکړُو، څوک چې زمونږ سر دے.

وړومبے تېغه، بيا وَږى او بيا په وَږى کښې تيارې دانې.

ترڅو مونږ ټول په ايمان راوړلو کښې يو شُو او د خُدائ پاک زوئ په ښۀ شان وپېژنو، او ايمان کښې بالغان شُو، او د مسيح پوره کاملېدو ته ورسيږو.

خو کله چې هغوئ په خپله په خپلو کښې د ځانونو اندازه ولګوى او په خپله په خپلو کښې مقابله وکړى نو په هيڅ نۀ پوهيږى. خو، ”هر څوک چې فخر کوى نو هغه دې په مالِک فخر وکړى.“ ځکه څوک چې خپل تعريف په خپله کوى هغه د قبلېدو نۀ دے بلکې د چا تعريف چې مالِک په خپله کوى هم هغه د قبلېدو وړ دے.

ځکه چې دا صرف د راتلونکو څيزونو سورے دے خو حقيقت په مسيح کښې دے. چا ته هم وخت مۀ ورکوئ چې خپل ځان دې ښۀ وګڼى او تاسو دې مجرم کړى. هغوئ خپل ځان په ظاهرى عاجزى ښودلو سره او د فرښتو په عبادت کولو او د روياګانو د ليدو په تفصيلى بيان سره نور خلق مجبوروى. او د هغوئ غېر روحانى ذهن هغوئ پړسولى دى. او هغوئ د بدن د سر يعنې مسيح سره تعلق پرېښے دے. ځکه چې په هغۀ کښې د بدن ټول بندونه او پلې په خپلو کښې يو ځائ کيږى او خُدائ پاک ورله وده ورکوى.

بلکې زمونږ د مالِک او خلاصوونکى عيسىٰ مسيح په فضل او عِلم کښې ترقى وکړئ.

د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019. www.pbs.org.pk

عکس د Ahmet Yüksek ✪ لخوا په Unsplash کې (https://unsplash.com/photos/hazy-mountain-peaks-at-sunrise-or-sunset-jUZUTcnJoQw)

د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).

وروستۍ ورځې

ټول وګورئ