۲۰۲۶ اکتوبر ۱
ورځنۍ رڼا, اکتوبر ۲: تاسو هيچا هم په بل باندې بهتر کړى نۀ يئ
ورځنۍ رڼا
چېلے به د ځان سره د هغوئ ټول ګناهونه په بيابان کښې يوې غېرابادې علاقې ته يوسى.
ليويانو ۱۶:۲۲
څومره چې مشرق د مغرب نه لرې دے، نو دومره هغۀ زمونږ قصورونه مونږ نه لرى کړى دى.
زبور ۱۰۳:۱۲
په هغه ورځو کښې، مالِک خُدائ فرمائى چې، د اِسرائيل ګناهونه به ولټولے شى خو يو به په کښې پېدا نۀ شى، او د يهوداه ګناهونه به ولټولے شى او هيڅ ګناه به په کښې پېدا نۀ شى، ځکه چې کوم ما ژوندى پرېښودى دى زۀ به د هغوئ ګناهونه معاف کړم.“
يرمياه ۵۰:۲۰
تۀ به زمونږ ګناهونه د پښو لاندې کړې او زمونږ ټولې بېاِنصافۍ به د سمندر بېخ ته وغورزوې.
ميکاه ۷:۱۹
ستا په شان خُدائ څوک دے چې په خپلو غوره شوو کښې د بچ شوو خلقو جرمونه معاف کړى او د هغوئ ګناهونه نظر انداز کوى؟
ميکاه ۷:۱۸
مونږ ټول د ورکو ګډو په شان يُو، مونږ د خُدائ پاک د لارې نه اوړېدلى يُو. هر يو کس په خپله مخه روان دے. خو بيا هم مالِک خُدائ زمونږ د ټولو ګناهونه په هغۀ باندې واچول.
يشعياه ۵۳:۶
ځکه چې هغه به د هغوئ ګناهونه اوچت کړى. نو زۀ به هغۀ له د عزت مقام ورکړم، او زۀ به د زورَورو سره مالِ غنيمت تقسيم کړم، ځکه چې هغۀ خپل ځان مرګ ته حواله کړو او هغه په باغيانو کښې حساب کړے شو. د ډېرو خلقو ګناه يې واخستله او د بدعملو د ګناه معافى يې وغوښتله.
يشعياه ۵۳:۱۱–۱۲
وګورئ، د خُدائ پاک ګډورے څوک چې د دُنيا ګناه په ځان وړى.
يوحنا ۱:۲۹
تاسو هيچا هم په بل باندې بهتر کړى نۀ يئ. او تاسو سره چې څۀ دى هغه خُدائ پاک درکړى دى.
اول کورنتيان ۴:۷
خو زۀ چې هر څۀ يم هغه د خُدائ پاک په فضل يم.
اول کورنتيان ۱۵:۱۰
هغۀ د خپل مقصد پوره کولو دپاره مونږ د حق کلام په وسيله پېدا کړُو نو چې مونږ د هغۀ په مخلوقاتو کښې وړومبۍ مېوه شُو.
يعقوب ۱:۱۸
نو دا د انسان په خواهش يا محنت باندې نۀ ده بلکې د خُدائ په رحم باندې ده.
روميان ۹:۱۶
نو بيا مونږ په دې فخر وکړو چې د خُدائ پاک په نزد ګنې مونږ ښۀ کار کړے دے؟
روميان ۳:۲۷
او د عيسىٰ مسيح په وسيله يې حکمت راکړو او هغه زمونږ دپاره صداقت، پاکوالے او خلاصون وګرځېدو، نو دې دپاره لکه څنګه چې ليکلى دى، ”څوک چې فخر کوى هغه دې په مالِک فخر کوى.“
اول کورنتيان ۱:۳۰–۳۱
تاسو هم د خپلو نافرمانو او ګناهونو په وجه مړۀ وئ، ځکه چې تاسو هم پخوا د دې دُنيا په کږو لارو روان وئ، او د پيريانو د سردار، يعنې هغه روح پسې تلئ کوم چې اوس په نافرمانو بچو کښې کار کوى. يو وخت مونږ هم دغه شان د خپل وجود د خواهشونو په مطابق ژوند تېرولو او د ګناه د فطرت مرضى مو پوره کوله، او مونږ هم لکه د نورو په شان په فطرى توګه د خُدائ پاک د غضب د لاندې وُو.
اِفِسيانو ۲:۱–۳
او په تاسو کښې ځينې هم دغه شان وُو خو تاسو د مالِک عيسىٰ مسيح په نوم او زمونږ د خُدائ پاک په روح ووينځلے شوئ. بلکې پاک شوئ، صادق هم شوئ.
اول کورنتيان ۶:۱۱
د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).
وروستۍ ورځې
ټول وګورئ۲۰۲۶ سېپتمبر ۳۰
ايُوب ۲۳:۱۰ · زبور ۱۰۳:۱۴
۲۰۲۶ سېپتمبر ۲۹
اول يوحنا ۳:۱۶ · اِفِسيانو ۳:۱۹
۲۰۲۶ سېپتمبر ۲۸
شمېر ۶:۲۷ · يشعياه ۲۶:۱۳
۲۰۲۶ سېپتمبر ۲۷
اول پطروس ۵:۶ · متلونه ۱۶:۵
۲۰۲۶ سېپتمبر ۲۶
ګردان ۳۲:۴ · اول پطروس ۲:۲۳
۲۰۲۶ سېپتمبر ۲۵
يعقوب ۱:۴ · اول پطروس ۱:۶–۷






