۲۰۲۶ سېپتمبر ۲۷
ورځنۍ رڼا, سېپتمبر ۲۸: او مالِک خُدائ وفرمائيل (شمېر ۶:۲۷)
ورځنۍ رڼا
او مالِک خُدائ وفرمائيل، ”چې هغوئ په بنى اِسرائيلو باندې د برکت دپاره زما نوم اخلى، نو زۀ به هغوئ له برکت ورکړم.“
شمېر ۶:۲۷
اے مالِکه خُدايه، خُدايه پاکه، نورو مالِکانو په مونږ حکمرانى کړې ده، خو يواځې تۀ هغه هستى يې چې مونږ يې عبادت کوُو.
يشعياه ۲۶:۱۳
کله کله خو داسې ښکارى لکه چې مونږ هډو ستا خلق نۀ وُو او نۀ کله ستا د خلقو د نوم پورې تړلې يُو.
يشعياه ۶۳:۱۹
نو د دُنيا ټول قومونه به وګورى چې تاسو د مالِک خُدائ په نوم يادېږئ او هغوئ به ستاسو نه يريږى.
ګردان ۲۸:۱۰
مالِک خُدائ به د خپل نوم د خاطره تاسو نۀ پرېږدى، ځکه چې د هغۀ دا خوښه ده چې تاسو خپل خلق جوړ کړى.
اول سموئيل ۱۲:۲۲
اے مالِکه واوره، اے خُدايه مونږ معاف کړه. اے مالِکه زمونږ واوره او عمل پرې وکړه. اے زما خُدايه د خپل ځان د خاطره دې مۀ ايسارېږه، ځکه چې ستا ښار او ستا قوم ستا په نوم پورې تړلے شوى دى.“
دانيال ۹:۱۹
زمونږ مدد وکړه، اے زمونږ خلاصونکى پاکه خُدايه، چې ستا نوم جلال ومومى، د خپل نوم په خاطر مونږ ته خلاصون راکړه او زمونږ ګناهونه معاف کړه. غېر قومونه دې ولې داسې ووائى چې، د دوئ خُدائ پاک چرته دے؟
زبور ۷۹:۹–۱۰
د مالِک خُدائ نوم مضبوطه قلعه ده، صادقان هلته منډه وهى او په حفاظت کښې وى.
متلونه ۱۸:۱۰
آسمانونه د خُدائ پاک جلال څومره ښۀ بيانوى، خلا يې د لاس کارنامې صفا بيانوى.
زبور ۱۹:۱
د کله نه چې خُدائ پاک دا دُنيا پېدا کړې ده د هغۀ پټ صِفتونه لکه د هغه دائمى او الاهى قوت په هغه ټولو څيزونو کښې ښکارى کوم چې هغۀ پېدا کړى دى. نو ځکه د چا سره هم د خُدائ پاک د نۀ پېژندلو په حقله هيڅ عُذر نشته.
روميان ۱:۲۰
هغۀ خپل وجود په تاسو د رحم په وسيله ثابت کړو.
اعمال ۱۴:۱۷
هره ورځ بلې ورځ پسې متواتر وېنا کوى، هره شپه بلې شپې پسې د هغۀ مشهورتيا کوى. نۀ کوى خبرې خو په چپه خولۀ وينا کوى هيڅکله چا نۀ دے اورېدلے آواز يې.
زبور ۱۹:۲–۳
زۀ کله چې ستا د ګوتو کار ته ګورم، ستا په آسمانونو باندې غور کوم، په خپل ځائ چې مقرر دى ستورو سپوږمۍ ته ګورم، انسان څۀ وى چې تۀ پرې نظر ساتې، نو بنيادم څۀ وى چې تۀ يې خيال ساتې؟
زبور ۸:۳–۴
هم دغه شان د نمر او د سپوږمۍ او د ستورو په ښائست کښې فرق وى، او بله دا چې د يو ستورى ښائست د بل نه مختلف وى. نو بيا د مړو راژوندى کېدل هم دغه شان وى.
اول کورنتيان ۱۵:۴۱–۴۲
څوک چې هوښيار دى د نمر د شغلو په شان به ځليږى، او هغوئ څوک چې ډېرو خلقو ته د صداقت لارښودنه کوى، هغوئ به لکه د ستورو په شان د تل دپاره ځليږى.
دانيال ۱۲:۳
د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).
وروستۍ ورځې
ټول وګورئ۲۰۲۶ سېپتمبر ۲۶
ګردان ۳۲:۴ · اول پطروس ۲:۲۳
۲۰۲۶ سېپتمبر ۲۵
يعقوب ۱:۴ · اول پطروس ۱:۶–۷
۲۰۲۶ سېپتمبر ۲۴
زبور ۷۳:۲۸ · زبور ۲۶:۸
۲۰۲۶ سېپتمبر ۲۳
عزرا ۹:۹ · اول پطروس ۴:۱۲
۲۰۲۶ سېپتمبر ۲۲
زبور ۱۰۴:۳۴ · غزلې ۲:۳
۲۰۲۶ سېپتمبر ۲۱
روميان ۸:۲۸ · زبور ۷۶:۱۰






