څلرنۍ د ۲۰۲۶ د سېپتمبر ۲۳

ورځنی رڼا

۲۰۲۶ سېپتمبر ۲۳

څوک چې کامياب شى هغه به د دې وارث شى، او زۀ به د هغوئ خُدائ پاک يم او هغوئ به زما بچى وى.

رويا 21:7

کۀ چرې زمونږ اُميد په مسيح صرف د دې ژوند دپاره وى نو بيا مونږ په ټولو انسانانو کښې قابل رحم يُو.

اول کورنتيان 15:19

خو په حقيقت کښې هغوئ د يو بهتر ځائ، يعنې د آسمانى مُلک په تلاش کښې وُو، نو ځکه خُدائ پاک په دې نۀ شرميږى چې د هغوئ خُدائ پاک دې وبللے شى، نو هغۀ هغوئ له يو ښار تيار کړے دے.

عبرانيان 11:16

او چې يو نۀ فنا کېدونکے، بې‌داغه او لازواله ميراث حاصل کړُو، چې ستاسو دپاره په آسمان کښې ساتلے شوے دے،

اول پطروس 1:4

نو بيا تاسو په يو انسان هم فخر مۀ کوئ، ځکه چې ټول هر څۀ ستاسو دى، نو کۀ پولوس وى او کۀ اپولوس، کۀ پطروس، او کۀ دُنيا، ژوند وى يا مرګ، کۀ موجوده وخت وى او يا آئنده وخت وى دا ټول هر څۀ ستاسو دى،

اول کورنتيان 3:21-22

بلکې څنګه چې ليکلے شوى دى چې، ”څۀ چې نۀ سترګو ليدلى، نۀ غوږُونو اورېدلى او نۀ د انسان په زړۀ کښې راغلى دى، هغه څيزونه خُدائ پاک د هغوئ دپاره تيار کړى دى څوک چې د هغۀ سره مينه کوى.“ دا ټولې خبرې خُدائ پاک په مونږ د روح په وسيله ښکاره کړې، ځکه چې روح د هر څيز تلاش کوى بلکې د خُدائ پاک پټې خبرې هم معلوموى.

اول کورنتيان 2:9-10

Watch yourselves, that we don’t lose the things which we have accomplished, but that we receive a full reward.

2 John 1:8

نو په دې وجه بيا چې د ګواهانو دومره لويه ګڼه زمونږ نه چاپېره ده نو راځئ چې مونږ هم هر يو پيټے او هغه ګناه چې مونږ په آسانۍ سره انښلوى د ځان نه لرې کړُو، او راځئ چې په هغه منډه کښې په صبر سره وزغلو چې مونږ له مقرر ده.

عبرانيان 12:1

د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pashto (Yousafzai dialect). Full Bible printed 2020 — www.AfghanMediaCentre.org. Digital — www.PashtoZeray.org/bible

د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).

وروستۍ ورځې