ځکه چې د هغۀ غضب يوه لحظه وى، خو د هغۀ فضل د ټول عمر وى، ژړا صرف د شپې وى، خو سحر کښې بيا خوشحالى وى.
زبور 30:5
ورځنی رڼا
ځکه چې د هغۀ غضب يوه لحظه وى، خو د هغۀ فضل د ټول عمر وى، ژړا صرف د شپې وى، خو سحر کښې بيا خوشحالى وى.
زبور 30:5
نو چې څوک د دې مصيبتونو په وجه خطا نۀ شئ، ځکه چې تاسو ته پته ده چې دا مصيبتونه زمونږ په نصيب کښې ليکلے شوى دى. په حقيقت کښې کله چې مونږ تاسو سره وُو نو مونږ تاسو ته ووئيل چې په مونږ به دا تکليفونه ضرور راځى او دا هم دغه شان وشو لکه څنګه چې تاسو ته ښۀ پته ده.
اول تِسالونيکيان 3:3-4
ما تاسو ته دا هر څۀ ووئيل نو چې تاسو په ما کښې سلامتيا حاصله کړئ. په دې دُنيا کښې به تاسو زحمتونو سره مخامخ شئ. خو زړَور شئ ځکه چې زۀ په دُنيا غالب شوے يم.“
يوحنا 16:33
ځکه زۀ يمه صادق ستا مخ به ووينم، زۀ چې کله راپاڅم ستا ديدن به وکړم په ليدو ستا به مطمئن شم.
زبور 17:15
شپه په ختمېدو ده، ورځ په راتلو ده، نو راځئ چې مونږ د تيارې د کارونو نه لاس واخلو او د رڼا په وسله ځان سمبال کړُو.
روميان 13:12
مالِک خُدائ پاک به مرګ د تل دپاره ختم کړى. او د هر يو کس په مخ باندې به اوښکې اوچې کړى او د ټولې دُنيا نه به د خپلو خلقو بېعزتى لرې کړى. مالِک خُدائ په خپله دا فرمائيلى دى.
يشعياه 25:8
هغه به د هغوئ د سترګو ټولې اوښکې وچې کړى، هلته به نور نۀ مرګ، نۀ وير، نۀ ژړا او نۀ درد وى ځکه چې وړومبى څيزونه تېر شوى دى.“
رويا 21:4
او بيا مونږ څوک چې ژوندى يُو او پاتې يُو به د هغوئ سره يو ځائ په وريځو کښې پورته کړے شُو د دې دپاره چې په هوا کښې د مالِک سره مِلاو شُو، او دغه شان به مونږ تل تر تله د مالِک سره يُو. نو ځکه تاسو په دې خبرو سره يو بل له ډاډګيرنه ورکوئ.
اول تِسالونيکيان 4:17-18
د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).
۲۰۲۶ سېپتمبر ۱۵
Romans 6:14-15
۲۰۲۶ سېپتمبر ۱۴
Isaiah 51:12
۲۰۲۶ سېپتمبر ۱۳
John 7:37
۲۰۲۶ سېپتمبر ۱۲
Isaiah 57:18
۲۰۲۶ سېپتمبر ۱۱
Romans 12:2
۲۰۲۶ سېپتمبر ۱۰
Jeremiah 32:9
۲۰۲۶ سېپتمبر ۹
Luke 1:53