۲۰۲۶ اکتوبر ۲
ورځنۍ رڼا, اکتوبر ۳: هغه مونږ سره مينه کوى او مونږ يې
ورځنۍ رڼا
هغه مونږ سره مينه کوى او مونږ يې د خپلې وينې په قربانۍ د ګناهونو نه آزاد کړُو.
رويا ۱:۵
ډيرې اوبۀ د مينې اور مړ کولے نۀ شينه، او نۀ سېلاب دا وړلے شينه. ... او په خپل لاس باندې ما لکه د مهر په شان ولګوه نه.
غزلې ۸:۷, ۶
د دې نه لويه مينه چا کښې نشته چې يو کس دې د خپل دوست دپاره خپل سر ورکړى.
يوحنا ۱۵:۱۳
هغۀ په خپله زمونږ ګناهونه سولۍ ته د خپل ځان سره يوړل د دې دپاره چې مونږ ګناهونو نه آزاد شُو او د صداقت دپاره ژوند تېر کړُو. او د هغۀ په زخمونو تاسو شفا وموندله.
اول پطروس ۲:۲۴
په هغۀ کښې مونږ ته د هغۀ د وينې په وسيله خلاصون، يعنې د ګناهونو معافى، د خُدائ پاک د پراخه فضل په مطابق حاصله ده.
اِفِسيانو ۱:۷
او په تاسو کښې ځينې هم دغه شان وُو خو تاسو د مالِک عيسىٰ مسيح په نوم او زمونږ د خُدائ پاک په روح ووينځلے شوئ. بلکې پاک شوئ، صادق هم شوئ.
اول کورنتيان ۶:۱۱
خو تاسو يو غوره کړے شوے نسل، د شاهى اِمامانو فرقه، مقدس قوم، او د خُدائ پاک خپل اُمت يئ، د دې دپاره چې تاسو د هغۀ لوئ کارونه بيان کړئ چا چې تاسو د تيارې نه خپلې عجيبه رڼا ته رابللى يئ.
اول پطروس ۲:۹
نو په دې وجه، زما وروڼو او خوېندو، زۀ د خُدائ پاک د رحمتونو په وسيله تاسو ته منت کوم چې خپل ځانونه خُدائ پاک ته د داسې ژوندۍ قربانۍ دپاره وړاندې کړئ چې هغۀ ته مقدسه او قبوله وى، او هم دا ستاسو اصلى عبادت دے.
روميان ۱۲:۱
او د خدمتونو هم مختلف قِسمونه دى خو مالِک هم هغه يو دے.
اول کورنتيان ۱۲:۵
25-31 دا د هغه کسانو تفصيل دے چا چې د شاهى جائيداد اِنتظام کولو: د عدىايل زوئ عزماوت د شاهى ګودامونو مشر وو. د عُزياه زوئ يونتن د هغه وړو ګودامونو مشر وو کوم چې په کلو، وړو ښارونو او قلعو کښې وُو. د کلوب زوئ عزرى د پټو د زميدارانو مشر وو. د راما سِمعى د انګورو د باغونو مشر وو. د شفمى زبدى د ميو د جوړولو مشر وو. ... يو اِسمٰعيلى اوبِل د اوښانو ذمه وار وو. ... 25-31 دا د هغه کسانو تفصيل دے چا چې د شاهى جائيداد اِنتظام کولو: د عدىايل زوئ عزماوت د شاهى ګودامونو مشر وو. د عُزياه زوئ يونتن د هغه وړو ګودامونو مشر وو کوم چې په کلو.
اول تواريخ ۲۷:۲۵–۲۷, ۳۱
او خُدائ پاک په جماعت کښې بېل بېل کسان مقرر کړل، اول رسولان، دوېم نبيان او درېم اُستاذان، بيا معجزې ښوونکى، بيا شفا ورکوونکى، مددګاران، اِنتظام کوونکى او نورې ژبې ويونکى. خو دا ټول کارونه هم هغه يو روح کوى او چا ته يې چې روح غواړى هغۀ ته يې ورکوى.
اول کورنتيان ۱۲:۲۸, ۱۱
تاسو هر يو ته خُدائ پاک د خپل روحانى لوئې خزانې نه جدا جدا نعمت درکړے دے. هغه په خپلو کښې د يو بل په خدمت کښې په ښۀ طريقه استعمال کړئ. کۀ څوک څۀ پېغام ورکوى نو داسې وينا دې وکړى لکه څنګه چې د خُدائ پاک کلام دے، کۀ څوک خِدمت کوى نو د هغه طاقت په مطابق دې کوى کوم چې خُدائ پاک ورکړے وى، نو د دې دپاره چې په ټولو خبرو کښې د عيسىٰ مسيح په وسيله د خُدائ پاک جلال ظاهر شى. جلال او بادشاهى تل تر تله هم د هغۀ ده.
اول پطروس ۴:۱۰–۱۱
د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).
وروستۍ ورځې
ټول وګورئ۲۰۲۶ اکتوبر ۱
ګلتيان ۵:۲۲–۲۳ · اول کورنتيان ۹:۲۵–۲۷
۲۰۲۶ سېپتمبر ۳۰
ايُوب ۲۳:۱۰ · زبور ۱۰۳:۱۴
۲۰۲۶ سېپتمبر ۲۹
اول يوحنا ۳:۱۶ · اِفِسيانو ۳:۱۹
۲۰۲۶ سېپتمبر ۲۸
شمېر ۶:۲۷ · يشعياه ۲۶:۱۳
۲۰۲۶ سېپتمبر ۲۷
اول پطروس ۵:۶ · متلونه ۱۶:۵
۲۰۲۶ سېپتمبر ۲۶
ګردان ۳۲:۴ · اول پطروس ۲:۲۳






