۲۰۲۶ سېپتمبر ۲۹
ورځنۍ رڼا, سېپتمبر ۳۰: څوک دى هغوئ چې د مالِک خُدائ نه يره کوى؟
ورځنۍ رڼا
خو هغۀ ته د هغې لارې پته ده چې کومه ما اختيار کړې ده، او کله چې هغه ما وآزمائى نو زۀ به د سرو زرو په شان صفا يم.
ايُوب ۲۳:۱۰
ځکه چې هغۀ ته پته ده چې مونږ څنګه جوړ شوى يُو.
زبور ۱۰۳:۱۴
هغه چا ته په تکليف رسولو نۀ خوشحاليږى او نۀ څوک په غم آخته کوى.
مرثيى ۳:۳۳
خو بيا هم د خُدائ پاک بنياد مضبوط دے او په هغې دا ليکلى دى چې، ”مالِک خپل هغه خلق پېژنى،“ او، ”څوک چې د هغۀ دى د مالِک نوم اخلى، هغه دې د شرارت نه واوړى.“ په لوئ کور کښې نۀ يواځې د سرو زرو او سپينو زرو لوښى وى بلکې د لرګى او خاورين لوښى هم وى، دا څۀ د خاص او څۀ د عام استعمال دپاره وى. څوک چې خپل ځانونه د هغه څيزونو نه پاک کړى چې شرمناک وى نو هغه به د خاص استعمال او د عزت لوښى شى او د کور د مالِک د هر ښۀ کار دپاره به تيار او فائده مند وى.
دوېم تيموتيوس ۲:۱۹–۲۱
هغه به لکه د سپينو زرو د صفا کوونکى او خالص کوونکى په شان کښېنى، هغه به ليويان صفا کړى او د سرو او سپينو زرو په شان به يې چاڼ کړى. بيا به دوئ صادقان شى چې مالِک خُدائ ته به نذرانې پېش کولے شى.
ملاکى ۳:۳
زۀ به دوئ لکه د سپينو زرو په شان صفا کړم او لکه د سرو زرو به يې وآزمائيم. هغوئ به زما په نوم آواز وکړى او زۀ به هغوئ له جواب ورکړم، او زۀ به ووايم چې، دوئ زما خلق دى، او هغوئ به وائى، مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک دے.“
زکرياه ۱۳:۹
اے مالِکه خُدايه، ما ته خپلې لارې وښايه، خپلې لارې راته وښايه چې زۀ په هغې لاړ شم.
زبور ۲۵:۴
موسىٰ مالِک خُدائ ته وفرمائيل ... اوس زۀ تا ته سوال کوم، تۀ ما ته خپلې ارادې وښايه چې زۀ ستا خِدمت وکړم او تا رضا کړم ... مالِک خُدائ وفرمائيل، ”زۀ به په خپله تا سره ځم او زۀ به تا له آرام درکړم.“
هِجرت ۳۳:۱۲–۱۴
هغۀ موسىٰ ته خپلې طريقې وښودلې، خپل اعمال يې بنى اِسرائيلو ته ښکاره کړل.
زبور ۱۰۳:۷
هغه عاجزان په سمه لار روانوى، او خپله لار هغوئ ته ور زده کوى. څوک دى هغوئ چې د مالِک خُدائ نه يره کوى؟ هغه به دوئ ته هغه لار وښائى کومه چې دوئ دپاره غوره کول دى.
زبور ۲۵:۹, ۱۲
چې څملمه اودۀ شمه په حفاظت کښې پاڅم، ځکه چې زۀ د مالِک خُدائ د نظر لاندې يم. يره ترې نه نۀ کوم هغوئ کۀ هر څومره ډېر وى کۀ زۀ په کښې د هرې خوا نه ګېر يم.
زبور ۳:۵–۶
تۀ به ما ته د ژوندون لارښودنه وکړې، د خپل حضور خوند به ما له راکړې، تا سره د تل ژوندون خوشحالى به ما له راکړې.
زبور ۱۶:۱۱
مالِک خُدائ فرمائى، زۀ به تا ته ښۀ او نېغه لار ستا د ژوند دپاره دروښايم. زۀ به تا ته نصيحت کوم او په تا به نظر ساتم.
زبور ۳۲:۸
د صادقانو لار د سحر د رڼا په شان ده، تر هغې ځليږى او لا نوره هم زياتيږى ترڅو چې د ورځې رڼا نۀ وى راښکاره شوى.
متلونه ۴:۱۸
د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).
وروستۍ ورځې
ټول وګورئ۲۰۲۶ سېپتمبر ۲۸
شمېر ۶:۲۷ · يشعياه ۲۶:۱۳
۲۰۲۶ سېپتمبر ۲۷
اول پطروس ۵:۶ · متلونه ۱۶:۵
۲۰۲۶ سېپتمبر ۲۶
ګردان ۳۲:۴ · اول پطروس ۲:۲۳
۲۰۲۶ سېپتمبر ۲۵
يعقوب ۱:۴ · اول پطروس ۱:۶–۷
۲۰۲۶ سېپتمبر ۲۴
زبور ۷۳:۲۸ · زبور ۲۶:۸
۲۰۲۶ سېپتمبر ۲۳
عزرا ۹:۹ · اول پطروس ۴:۱۲






