۲۰۲۶ اکتوبر ۵
ورځنۍ رڼا, اکتوبر ۶: ما ته پته ده چې تۀ هر څۀ کولے شې
ورځنۍ رڼا
مالِک زمونږ قادر مطلق خُدائ پاک بادشاه دے.
رويا ۱۹:۶
”ما ته پته ده چې تۀ هر څۀ کولے شې.
ايُوب ۴۲:۲
څۀ چې د بنى آدم دپاره ناممکنه وى هغه خُدائ پاک ته ممکن وى.
لوقا ۱۸:۲۷
هغه د آسمانى فرښتو او د زمکې د خلقو سره چې څۀ غواړى هغه کوى. د هغۀ لاس هيڅوک نۀ شى نيولے او نۀ ورته څوک دا وئيلے شى چې، ”تا څۀ وکړل؟“
دانيال ۴:۳۵
زما د طاقت نه هيڅ څوک هم نۀ شى بچ کېدلے، زۀ چې کوم کار کوم نو هغه څوک ايسارولے شى؟“
يشعياه ۴۳:۱۳
ابا،“ يعنې پلاره، ”ستا دپاره هر څۀ ممکن دى.
مرقوس ۱۴:۳۶
زۀ هغه کار کولے شم څۀ چې تاسو غواړئ؟“ هغوئ ووئيل چې، ”آو، مالِکه.“ بيا هغۀ د هغوئ سترګو له لاس وروړو او وې فرمائيل چې، ”څنګه چې ستاسو ايمان دے، نو هم دغسې دې وشى.
متى ۹:۲۸–۲۹
مالِکه، کۀ تۀ صرف وغواړې نو ما روغولے شې.“ عيسىٰ خپل لاس وراوږد کړو او په هغۀ يې کېښودو او وې فرمائيل چې، ”آو، زۀ غواړم چې داسې وکړم.“ بيا يې وفرمائيل چې، ”پاک شه.
متى ۸:۲–۳
عظيم مشير،“ ”خُدائ تعالىٰ،“ ”ابدى پلار“ او ”د امن شهزاده.
يشعياه ۹:۶
د آسمان او د زمکې ټول اختيار ما ته راکړے شوے دے.
متى ۲۸:۱۸
څوک فخر کوى په جنګى ګاډو او څوک په آسونو، خو مونږ د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک په نوم فخر کوُو.
زبور ۲۰:۷
”تکړه شئ او حوصله مضبوطه کړئ او د اسور بادشاه نه او د هغه لښکر نه مۀ يرېږئ چې هغۀ راروان کړے دے. کوم ذات چې زمونږ مل دے نو هغه د هغۀ نه زيات طاقتور دے.
دوېم تاريخ ۳۲:۷
عيلى ترې نه تپوس وکړو، مالِک خُدائ تا ته څۀ وفرمائيل؟
اول سموئيل ۳:۱۷
هغۀ تاسو ته ووئيل، اے انسانه، چې ښېګړه څۀ ته وائى، او مالِک خُدائ درنه څۀ غواړى، يعنې چې اِنصاف کوئ او د رحم سره مينه کوئ او د خپل مالِک خُدائ سره په عاجزۍ سره تلل کوئ.
ميکاه ۶:۸
او د هغۀ ټول قانون منئ. دا زۀ نن ستاسو د فائدې دپاره درکوم.
ګردان ۱۰:۱۳
ځکه څوک چې د شريعت په عملونو بهروسه کوى، هغوئ لعنتيان دى، لکه چې په صحيفو کښې فرمائى چې، ”هر هغه څوک چې د شريعت په کِتاب کښې په ليکلے شوو ټولو خبرو عمل نۀ کوى هغوئ ټول لعنتيان دى.“ اوس دا خبره ښکاره ده چې د شريعت په وسيله هيڅوک هم د خُدائ پاک په وړاندې صادق کېدے نۀ شى، ځکه چې صحيفې وائى، ”څوک چې صادق وى هغه به په ايمان پائى.“ نو بيا د شريعت د راتلو نه څۀ مقصد وو؟ شريعت د دې دپاره ورکړے شو چې د وعدې سره سره چې خلقو ته د هغوئ ګناهونه هم ورښکاره کړى، خو شريعت صرف د وعده شوى ماشوم د راتلو پورې وو.
ګلتيان ۳:۱۰–۱۱, ۱۹
په تېره زمانه کښې خُدائ پاک زمونږ پلار نيکۀ ته ډېر ځله په مختلفو طريقو د نبيانو په وسيله خبرې وکړې. خو په دې آخره زمانه کښې هغۀ مونږ ته د خپل زوئ په وسيله خبرې وکړې چا چې هغه د ټولو څيزونو وارث مقرر کړو او د هغۀ په وسيله يې کائنات پېدا کړل.
عبرانيان ۱:۱–۲
مالِکه خُدايه، ستا بنده يې اورى. نو سموئيل لاړو او په خپل ځائ کښې څملاستو.
اول سموئيل ۳:۹
د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).
وروستۍ ورځې
ټول وګورئ۲۰۲۶ اکتوبر ۴
هِجرت ۳۴:۲۹ · زبور ۱۱۵:۱
۲۰۲۶ اکتوبر ۳
رويا ۱:۵ · غزلې ۸:۷
۲۰۲۶ اکتوبر ۲
ليويانو ۱۶:۲۲ · زبور ۱۰۳:۱۲
۲۰۲۶ اکتوبر ۱
ګلتيان ۵:۲۲–۲۳ · اول کورنتيان ۹:۲۵–۲۷
۲۰۲۶ سېپتمبر ۳۰
ايُوب ۲۳:۱۰ · زبور ۱۰۳:۱۴
۲۰۲۶ سېپتمبر ۲۹
اول يوحنا ۳:۱۶ · اِفِسيانو ۳:۱۹






