ورځنۍ رڼا, اکتوبر ۷: او خپله لار هغوئ ته ور زده کوى

ورځنۍ رڼا

ورځنۍ رڼا
ټولې لیکنې

او خپله لار هغوئ ته ور زده کوى.

بختور دى هغوئ چې حليمان دى ځکه چې دوئ به د زمکې وارثان شى.

ما ته په دُنيا کښې د يو بل څيز هم پته ولګېده چې تېزه منډه وهونکى همېشه د منډې لوبه نۀ ګټى او تکړه جنګيالى همېشه جنګ نۀ شى ګټلے. هوښيار خلق هر وخت په رزق ماړۀ نۀ وى، قابل خلق همېشه نۀ مالداره کيږى او تعليم يافته خلق تل په ژوند کښې کامياب نۀ وى.

انسان په خپل زړۀ کښې ځان ته د تګ لاره جوړوى، خو مالِک خُدائ د هغۀ د قدمونو رهنمائى کوى.

ما خپلې سترګې تا ته نيولې دى، تا ته د چا تخت چې په آسمان کښې دے. لکه څنګه چې غلام د خپل مالِک لاس ته ګورى، او لکه څنګه چې وينځه د خپلې بى‌بى لاس ته ګورى، نو دغه شان زمونږ سترګې د مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک ته ګورى.

ما ته هغه لار راوښايه چې زۀ پرې لاړ شم، ځکه چې تا ته ما خپل ځان په دُعا کښې پورته کړے دے.

تۀ زمونږ خُدائ پاک يې. تۀ هغوئ له سزا ورکړه، ځکه چې کوم لوئ لښکر په مونږ حمله کوى نو د هغوئ په وړاندې مونږ بې‌مددګاره يُو. مونږ ته پته نشته چې څۀ وکړُو، خو مونږ ستا د مدد په طمع يُو.“

خو کۀ په تاسو کښې په چا کښې د حِکمت کمے وى نو هغه دې د خُدائ پاک نه وغواړى څوک چې بې‌خفګانه ټولو له په سخاوت سره ورکوى او تاسو له به يې هم درکړى.

خو چې د حقيقت روح راشى نو هغه به تاسو د حقيقت طرف ته بوځى ځکه چې هغه به د خپله ځانه خبرې نۀ کوى.

مالِکه خُدايه پاکه، تا دا وعده کړې ده او ستا برکت به تل دپاره زما د اولاد په سر وى.“

هغوئ به د همېشه دپاره ستا په برکت کښې پاتې شى او ستا برکت دې د همېشه دپاره د هغوئ سره وى.“

د مالِک خُدائ برکت انسان مالداره کوى، او په کښې هيڅ قسم غم نۀ سېوا کوى.

په دې هر څۀ کښې ما تاسو ته مثال درکړو چې په دې طريقه مونږ ته په کار دى چې د غريبانانو مدد وکړو او د مالِک عيسىٰ خبرې ياد ساتو چې هغۀ په خپله فرمائيلى دى چې، د اخستو نه په ورکړه کښې برکت ډېر دے.“

خو هر کله چې تۀ دعوت کوې نو غريبانان، شل ګوډ او ړاندۀ راوبله، او دغه شان به تاسو برکت ومومئ ځکه چې هغوئ تاسو ته د بدل درکولو جوګه نۀ دى، خو د قيامت په ورځ به خُدائ پاک تاسو له د صادقانو سره اجر درکړى.“

د بادشاهۍ وارثان شئ چې د دُنيا د پېدايښت راسې تاسو له جوړه شوې وه په هغې کښې ورداخل شئ. کله چې زۀ اوږے وم تاسو ما له خوراک راکړو، او چې تږے وم د څښلو دپاره مو اوبۀ راکړې، او چې مسافر وم نو تاسو خپل کور ته بوتلم، او چې بربنډ وم نو تاسو په جامو پټ کړم، کله چې زۀ ناجوړه وم نو تاسو زما خيال وساتلو او چې په جيل کښې وم نو تاسو زما ملاقات له راغلئ.

بختور دے هغه څوک چې د مسکينانو خيال ساتى، کله چې دے په تکليف کښې وى مالِک خُدائ ورله خلاصون ورکوى.

خو مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک نمر او ډال دے.

د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019. www.pbs.org.pk

عکس د Ahmet Yüksek ✪ لخوا په Unsplash کې (https://unsplash.com/photos/hazy-mountain-peaks-at-sunrise-or-sunset-jUZUTcnJoQw)

د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).

وروستۍ ورځې

ټول وګورئ