اے يروشلمه، ستا په دېوالونو ما څوکيداران ودرولى دى، هغوئ به شپه او ورځ مسلسل دُعا کوى. تاسو چې څوک مالِک خُدائ ته دُعا کوئ هيڅ آرام مۀ کوئ.
يشعياه 62:6
ورځنی رڼا
اے يروشلمه، ستا په دېوالونو ما څوکيداران ودرولى دى، هغوئ به شپه او ورځ مسلسل دُعا کوى. تاسو چې څوک مالِک خُدائ ته دُعا کوئ هيڅ آرام مۀ کوئ.
يشعياه 62:6
او هغوئ دا نوے حمد وئيلو چې، ”تۀ د دې لائق يې چې طومار واخلې او د دې مهرونه کولاو کړې ځکه چې تۀ حلال کړے شوې او د خپلې وينې په فديه دې د خُدائ پاک دپاره د هر خيل، د هرې ژبې او د هر قوم او خلق په بيعه واخستل. او د هغوئ نه تا د اِمامانو بادشاهى جوړه کړه چې زمونږ د خُدائ پاک خِدمت وکړى او هغوئ به په زمکه بادشاهى کوى.“
رويا 5:9-10
د هارون اِمامان زامن به بيګل غږوى. دا قانون به په راتلونکى ټولو وختونو کښې منلے شى. کله چې ستاسو په مُلک کښې جنګ وى او دشمن په تاسو باندې حمله کوى، نو په لنډ آواز به د خطرې بيګل وغږوئ. زۀ، مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک، به ستاسو مدد وکړم او ستاسو د دشمنانو نه به مو بچ کړم.
شمېر 10:8-9
ما څۀ په پټ ځائ کښې پټې خبرې نۀ دى کړې. او نۀ مې بنى اِسرائيلو ته دا وئيلى دى چې، ”بېشکه ما لټوئ، خو تاسو به ما مومئ نه.“ زۀ، مالِک خُدائ يم او زۀ رښتيا وايم، او څۀ چې صحيح وى نو زۀ د هغې اعلان کوم.“
يشعياه 45:19
اِمامانو او ليويانو د خلقو دپاره د مالِک خُدائ برکت وغوښتلو. خُدائ پاک په آسمان کښې په خپل کور کښې د هغوئ دُعاګانې واورېدلې او قبولې يې کړې.
دوېم تاريخ 30:27
د مالِک خُدائ نظر په صادقانو وى او د هغوئ فريادونه اورى.
زبور 34:15
نو بيا ځکه تاسو په خپلو کښې يو بل ته د خپلو ګناهونو اِقرار وکړئ او د يو بل دپاره دُعا وغواړئ نو چې تاسو شفا ومومئ. د زړۀ نه د صادقه دُعا ډېر اثرناکه وى.
يعقوب 5:16
څوک چې د دې خبرو ګواهى ورکوى هغه وائى چې، ”آو، زۀ زر درځم.“ آمين، مالِک عيسىٰ، راشه.
رويا 22:20
بيا هم زۀ غريب او حاجتمند يم، زۀ دې د مالِک خُدائ په نظر يم. زما مددګار او خلاصوونکيه، زر راشه، اے پاکه خُدايه.
زبور 40:17
د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).
۲۰۲۶ مۍ ۷
Matthew 24:6
۲۰۲۶ مۍ ۶
Psalms 85:10
۲۰۲۶ مۍ ۵
Matthew 6:31-32
۲۰۲۶ مۍ ۴
Isaiah 59:1
۲۰۲۶ مۍ ۳
Matthew 5:48
۲۰۲۶ مۍ ۲
Genesis 28:16
۲۰۲۶ مۍ ۱
Galatians 5:22