ما په زمکه تا له جلال درکړو د هغه کار په ختمولو چې تا ما ته د کولو دپاره حواله کړے وو.
يوحنا 17:4
ورځنی رڼا
ما په زمکه تا له جلال درکړو د هغه کار په ختمولو چې تا ما ته د کولو دپاره حواله کړے وو.
يوحنا 17:4
عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”زما خوراک څښاک دا دے چې زۀ د هغۀ رضا وکړم چا چې زۀ رالېږلے يم او چې د هغۀ کار پوره کړم.
يوحنا 4:34
ترڅو چې لا ورځ ده مونږ له د هغۀ کار کول په کار دى چا چې زۀ رالېږلے يم، شپه راروانه ده چې هيڅوک په کښې کار نۀ شى کولے.
يوحنا 9:4
هغۀ ورته وفرمائيل چې، ”تاسو زۀ ولې لټولم؟ تاسو ته پته نۀ وه چې ما ته د خپل پلار په کور کښې پاتې کېدل په کار وو؟“ خو هغوئ د هغۀ د خبرې په مطلب ونۀ رسېدل.
لوقا 2:49-50
خو کله چې عيسىٰ دا واورېدل نو وې وفرمائيل، ”دا بيمارى د مرګ نۀ ده، دا خو د خُدائ پاک د جلال څرګندولو دپاره ده نو چې د خُدائ پاک زوئ د دې په وسيله جلال ومومى.“
يوحنا 11:4
عيسىٰ هغې ته وفرمائيل، ”ولې ما تاسو ته دا نۀ وُو وئيلى څۀ، چې کۀ چرې تاسو ايمان لرئ نو تاسو به د خُدائ پاک لوئى ووينئ؟“
يوحنا 11:40
او د عيسىٰ حِکمت او ونه لوئېدل او د خُدائ پاک او د بنى آدمو په نظر کښې يې قبوليت وموندو.
لوقا 2:52
او روحُ القُدس د يوې کونترې په شکل په عيسىٰ راکوز شو او د آسمان نه يو آواز راغلو چې، ”تۀ زما محبوب زوئ يې، ستا نه زۀ راضى يم.“
لوقا 3:22
او هغوئ دا نوے حمد وئيلو چې، ”تۀ د دې لائق يې چې طومار واخلې او د دې مهرونه کولاو کړې ځکه چې تۀ حلال کړے شوې او د خپلې وينې په فديه دې د خُدائ پاک دپاره د هر خيل، د هرې ژبې او د هر قوم او خلق په بيعه واخستل. او د هغوئ نه تا د اِمامانو بادشاهى جوړه کړه چې زمونږ د خُدائ پاک خِدمت وکړى او هغوئ به په زمکه بادشاهى کوى.“
رويا 5:9-10
د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).
۲۰۲۶ مۍ ۳
Matthew 5:48
۲۰۲۶ مۍ ۲
Genesis 28:16
۲۰۲۶ مۍ ۱
Galatians 5:22
۲۰۲۶ اپریل ۳۰
1 John 2:5
۲۰۲۶ اپریل ۲۹
1 Samuel 12:24
۲۰۲۶ اپریل ۲۸
John 1:29
۲۰۲۶ اپریل ۲۷
1 Corinthians 7:29