د هغوئ د پټولو دپاره يې وريځ راخوره کړله، او اور يې راولېږلو چې شپه يې ورله رڼا کړله.
زبور 105:39
ورځنی رڼا
د هغوئ د پټولو دپاره يې وريځ راخوره کړله، او اور يې راولېږلو چې شپه يې ورله رڼا کړله.
زبور 105:39
څومره چې پلار په خپلو بچو باندې مهربان وى، نو دومره مالِک خُدائ په هغوئ مهربانه دے څوک چې د هغۀ نه يريږى. ځکه چې هغۀ ته پته ده چې مونږ څنګه جوړ شوى يُو، هغۀ ته دا ياد دى چې مونږ خاورې يُو.
زبور 103:13-14
په ورځ کښې به نمر تکليف نۀ درکوى، او نۀ به سپوږمۍ په شپه کښې نقصان درکوى.
زبور 121:6
د هغۀ جلال به په هغه ښار باندې لکه د خېمې په شان وى چې د ورځې د ګرمۍ نه سورے جوړ کړى او دا به د امن ځائ وګرځوى او د باران او طوفان نه به يې محفوظ وساتى.
يشعياه 4:6
مالِک خُدائ ستاسو حفاظت کوى، مالِک خُدائ لکه د سورې په شان تا سره دے.
زبور 121:5
مالِک خُدائ به ستا په تلو راتلو کښې حفاظت کوى، د اوس نه تر ابده پورې به ستا حفاظت کوى.
زبور 121:8
د ورځې به مالِک خُدائ د وريځې په ستن کښې د لار ښودلو دپاره د دوئ نه مخکښې تلو او د شپې د اور په ستن کښې مخکښې تلو چې دوئ ته رڼا وى او چې دوئ د شپې، ورځې مزل کوى. د ورځې به هر وخت د وريځې ستن د خلقو نه مخکښې وه او د شپې به د اور ستن د هغوئ نه مخکښې وه.
هِجرت 13:21-22
عيسىٰ مسيح پرون، نن او تل تر تله يو شان دے.
عبرانيان 13:8
د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).
۲۰۲۶ مۍ ۴
Isaiah 59:1
۲۰۲۶ مۍ ۳
Matthew 5:48
۲۰۲۶ مۍ ۲
Genesis 28:16
۲۰۲۶ مۍ ۱
Galatians 5:22
۲۰۲۶ اپریل ۳۰
1 John 2:5
۲۰۲۶ اپریل ۲۹
1 Samuel 12:24
۲۰۲۶ اپریل ۲۸
John 1:29