خو څوک به تپوس وکړى چې، ”مړى څنګه راژوندى کيږى او د هغوئ بدن به څۀ قِسم وى؟“
اول کورنتيان 15:35
ورځنی رڼا
خو څوک به تپوس وکړى چې، ”مړى څنګه راژوندى کيږى او د هغوئ بدن به څۀ قِسم وى؟“
اول کورنتيان 15:35
هغه عيسىٰ له د شپې راغلو او ورته يې ووئيل چې، ”اُستاذه، مونږ ته معلومه ده چې تۀ هم هغه اُستاذ يې چې خُدائ پاک رالېږلے يې. ځکه چې هيڅوک هم دا معجزې چې ته يې کوې نۀ شى کولے خو کۀ خُدائ پاک ورسره مل نۀ وى.“
يوحنا 3:2
خو مونږ د آسمان اوسېدونکى يُو او مونږ د آسمان نه د خلاصوونکى مالِک عيسىٰ مسيح د راتلو په اِنتظار کښې يُو. هغه به زمونږ دا کمزورے بدن د خپل جلالى بدن هم شکل جوړ کړى د هم هغه قدرت په وسيله چې هغۀ پرې ټول څيزونه د خپل ځان تابع کړى دى.
فيليپيانو 3:20-21
مريدانو لا دا خبرې کولې چې ناڅاپه عيسىٰ په خپله د هغوئ په مينځ کښې ودرېدو او ورته يې وفرمائيل، ”السلام عليکم.“ هغوئ يرې او هيبت واخستل او په دې سوچ کښې شُو چې ګنې پيرے يې وليدو.
لوقا 24:36-37
او هغه اول پطروس او بيا دولسو کسانو ته ښکاره شو. بيا هغۀ يو ځل د پينځو سوو نه زيات وروڼو او خوېندو ته ښکاره شو چې په هغوئ کښې زيات کسان تر اوسه ژوندى دى او ځينې مړۀ دى.
اول کورنتيان 15:5-6
کۀ چرې د خُدائ پاک روح په تاسو کښې وى چا چې عيسىٰ د مړو نه بيا ژوندے کړے دے، نو چا چې مسيح د مړو نه بيا ژوندے کړے دے هغه به ستاسو فانى وجودونو ته هم نوے ژوند ورکړى، د خپل هغه روح په وسيله چې په تاسو کښې اوسى.
روميان 8:11
د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).
۲۰۲۶ مۍ ۵
Matthew 6:31-32
۲۰۲۶ مۍ ۴
Isaiah 59:1
۲۰۲۶ مۍ ۳
Matthew 5:48
۲۰۲۶ مۍ ۲
Genesis 28:16
۲۰۲۶ مۍ ۱
Galatians 5:22
۲۰۲۶ اپریل ۳۰
1 John 2:5
۲۰۲۶ اپریل ۲۹
1 Samuel 12:24