چا له چې تا سزا ورکړه په هغوئ ظلم کوى، او ورله په زخمونو باندې مالګې دوړه وى.
زبور 69:26
ورځنی رڼا
چا له چې تا سزا ورکړه په هغوئ ظلم کوى، او ورله په زخمونو باندې مالګې دوړه وى.
زبور 69:26
عيسىٰ خپلو مريدانو ته وفرمائيل، ”تيندکونه به خامخا راځى خو چې د چا د لاسه دا راځى، د هغوئ په حال افسوس دے.
لوقا 17:1
دا سړے د خُدائ پاک د خاص منصوبې او د پوهې په مطابق تاسو ته حواله کړے شو او تاسو هغه د بېدينه خلقو په وسيله په سولۍ وخېژولو او مړ مو کړو.
اعمال 2:23
بيا هغوئ د هغۀ په مخ وتُوکل او په سوکونو يې ووهلو او ځينو په څپېړو ووهلو، او وئيل يې، ”اے مسيح، کۀ تۀ په رښتيا نبى يې نو دا راته ووايه چې چا ووهلې.“
متى 26:67-68
دغه شان مشرانو اِمامانو، د شرعې عالمانو او مشرانو هم ورپورې مسخرې کولې، او وئيل يې چې، ”هغۀ خو نور خلق بچ کول خو خپل ځان نۀ شى بچ کولے. بېشکه کۀ دے د بنى اِسرائيلو بادشاه وى نو اوس دې د دې سولۍ نه راکوز شى، نو بيا به پرې مونږ ايمان راوړو.
متى 27:41-42
په حقيقت کښې په دې ښار کښې هيروديس او پنطوس پيلاطوس دواړه د غېر يهودى قومونو او د بنى اِسرائيلو خلقو سره ستا د پاک خادِم عيسىٰ چې تا مسح کړے دے، خلاف يو ځائ شول، چې هغه هر څۀ وکړى کوم چې ستا د لاس لاندې او ستا په حُکم د مخکښې نه مقرر شوى وُو.
اعمال 4:27-28
خو بېشکه چې هغۀ زمونږ بيمارۍ او کمزورۍ اوچتې کړې. خو بيا هم زمونږ دا خيال وو چې هغۀ له سزا ورکړے شوه، او دا چې خُدائ پاک هغه ووهلو او د هغۀ د ګناهونو سزا يې ورکړه.
يشعياه 53:4
د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).
۲۰۲۶ مۍ ۶
Psalms 85:10
۲۰۲۶ مۍ ۵
Matthew 6:31-32
۲۰۲۶ مۍ ۴
Isaiah 59:1
۲۰۲۶ مۍ ۳
Matthew 5:48
۲۰۲۶ مۍ ۲
Genesis 28:16
۲۰۲۶ مۍ ۱
Galatians 5:22
۲۰۲۶ اپریل ۳۰
1 John 2:5