جمعه د ۲۰۲۶ د مۍ ۱

ورځنی رڼا

۲۰۲۶ مۍ ۱

ټوله فاصله ګېرچاپېره به نهۀ کيلوميټره وى. او د هغې ورځې نه وروستو به د دې ښار نوم دا وى، مالِک خُدائ هلته موجود دے.“

حزقى‌ايل 48:35

ما د تخت نه يو اوچت آواز واورېدو چې دا يې فرمائيل چې، ”ګورئ، اوس به د خُدائ پاک حضور د بنى آدمو په مينځ کښې وى او هغوئ به د هغۀ اُمت وى او خُدائ پاک به په خپله د هغوئ سره وى.

رويا 21:3

ما په ښار کښې د خُدائ کور ونۀ ليدو ځکه چې مالِک قادر مطلق خُدائ پاک او ګډُورے په خپله د دې ښار د خُدائ پاک کور دے. او ښار ته د نمر يا د سپوږمۍ د رڼا حاجت نشته ځکه چې د خُدائ پاک جلال دا روښانه کوى او ګډورے د دې ډيوه ده.

رويا 21:22-23

ځکه زۀ يمه صادق ستا مخ به ووينم، زۀ چې کله راپاڅم ستا ديدن به وکړم په ليدو ستا به مطمئن شم.

زبور 17:15

په آسمان کښې زما څوک دى بې له تا نه؟ د بل چا خواهش نۀ لرم په زمکه غېر ستا نه.

زبور 73:25

خو يهوداه به د تل دپاره آباد وى، او يروشلم به تر ټولو نسلونو قائم پاتې شى. زۀ به د هغوئ د قتلونو بدل اخلم کوم چې تر اوسه پورې ما نۀ دے اخستے. ځکه چې مالِک خُدائ په صيون کښې اوسيږى.“

يوايل 3:20-21

چغې ووهه او خوشحالى وکړه، اے صيون لورې. ځکه چې زۀ راروان يم، او زۀ به ستاسو په مينځ کښې اوسېږم،“ مالِک خُدائ فرمائى.

زکرياه 2:10

او په هغه ښار کښې به داسې هيڅ څيز موندلے نۀ شى چې ناروا وى. او د خُدائ پاک او د ګډورى تخت به په هغه ښار کښې وى او د هغۀ خادِمان به د هغۀ عبادت کوى.

رويا 22:3

د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pashto (Yousafzai dialect). Full Bible printed 2020 — www.AfghanMediaCentre.org. Digital — www.PashtoZeray.org/bible

د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).

وروستۍ ورځې