زما ګرانو بچو، د بُتانو نه ځان وساتئ.
اول يوحنا 5:21
ورځنی رڼا
زما ګرانو بچو، د بُتانو نه ځان وساتئ.
اول يوحنا 5:21
زما زويه، خپل زړۀ ما ته راکړه او ما ته وګوره او په خوشحالۍ سره زما په طريقو باندې عمل وکړه.
متلونه 23:26
”اے بنى آدمه، دې مشرانو په خپل زړۀ کښې بُتانو له ځائ ورکړے دے او هغوئ هغه د خپل ځان په وړاندې د ګناه او تيندک خوړلو سبب ګرځولے دے. نو بيا ولې زۀ دوئ ته غوږ ونيسم څۀ؟
حزقىايل 14:3
خو څوک چې مالداره کېدل غواړى نو هغوئ په آزمېښتونو او د ډېرو نورو عبثو نقصانى خواهشونو په دام کښې راګېر شى کوم چې خلق د تباهۍ او هلاکت په درياب کښې غرقوى. ځکه چې د پېسو مينه د هر قِسم بدۍ بېخ دے، او د مالداره کېدو په لالچ کښې څۀ خلق د ايمان نه ګمراه شول او خپل ځانونه يې په قِسما قِسم غمونو غلبيل کړل. خو اے د خُدائ پاک بنده، تۀ د دې ټولو خبرو نه ځان وساته او د صداقت، ديندارۍ، ايمان، مينې، صبر او په نرم طبيعت پسې کوشش کوه.
اول تيموتيوس 6:9-11
چې په ظلم زياتى يقين ونۀ کړئ، او نۀ د غلا د مال اسرا وکړئ. ولې چې ځان ورپورې ونۀ تړئ، هر څومره چې دولت ستا زياتيږى.
زبور 62:10
زما مېوه د سوچه سرو زرو نه ښۀ ده، او زما پېداوار د خالصو سپينو زرو نه بهتر دے.
متلونه 8:19
ځکه چې چرته ستا خزانه وى هلته به ستا زړۀ هم وى.
متى 6:21
خو مالِک خُدائ هغۀ ته وفرمائيل، ”هغه ما نامنظوره کړے دے نو تۀ دې ته مۀ ګوره چې هغه څومره لوړ دے او مۀ يې ظاهر ته ګوره. ځکه چې مالِک خُدائ د انسان په شان چا ته نۀ ګورى. انسان ظاهر ته ګورى او مالِک خُدائ زړۀ ته ګورى.“
اول سموئيل 16:7
د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).
۲۰۲۶ مۍ ۱
Galatians 5:22
۲۰۲۶ اپریل ۳۰
1 John 2:5
۲۰۲۶ اپریل ۲۹
1 Samuel 12:24
۲۰۲۶ اپریل ۲۸
John 1:29
۲۰۲۶ اپریل ۲۷
1 Corinthians 7:29
۲۰۲۶ اپریل ۲۶
Song of Solomon 2:6
۲۰۲۶ اپریل ۲۵
Matthew 1:21