جمعه د ۲۰۲۶ د اپریل ۲۴

ورځنی رڼا

۲۰۲۶ اپریل ۲۴

او د ټولو سترګې تا ته دى، او تۀ ټولو ته په صحيح وخت کښې خوراک ورکوې.

زبور 145:15

نۀ د بنى آدم لاس د هغۀ خِدمت کولے شى او نۀ هغه د بنى آدم د څۀ څيز محتاج دے، بلکې هغه په خپله ټولو بنى آدمو له ژوند، ساه او هر څۀ ورکوى.

اعمال 17:25

مالِک خُدائ د هر چا سره ښۀ دے، او هر څۀ چې هغۀ پېدا کړى دى په هغه ټولو مهربانه دے.

زبور 145:9

د هوا مارغانو ته وګورئ، دوئ نۀ خو کَرى او نۀ رېبى او نۀ يې خمبو کښې جمع کوى خو بيا هم ستاسو آسمانى پلار هغوئ له رزق ورکوى. نو بيا تاسو هغۀ ته د هغوئ نه ډېر اهم نۀ يئ څۀ؟

متى 6:26

نو ځکه په يهودى او په غېر يهودى کښې هيڅ فرق نشته چې هم دغه يو خُدائ پاک د ټولو مالِک دے او د هغوئ ټولو دپاره چې هغۀ ته زارى کوى، غنى دے.

روميان 10:12

ما خپلې سترګې غرونو ته نيولې دى. چې زما مدد به د کوم ځايه راځى؟

زبور 121:1

لکه څنګه چې غلام د خپل مالِک لاس ته ګورى، او لکه څنګه چې وينځه د خپلې بى‌بى لاس ته ګورى، نو دغه شان زمونږ سترګې د مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک ته ګورى، تر هغې چې هغه مونږ ته خپل رحم وښائى.

زبور 123:2

خو مالِک خُدائ بيا هم په دې انتظار کښې دے چې په تاسو باندې رحم وکړى. هغه په تاسو باندې د رحم کولو دپاره تيار دے ځکه چې هغه وفادار خُدائ پاک دے. بختور دى هغوئ چې د هغۀ د مدد په انتظار کښې وى.

يشعياه 30:18

په هغه وخت به هغوئ وائى، ”وګورئ دا دے زمونږ خُدائ پاک. مونږ د هغۀ په انتظار وُو او هغۀ مونږ آزاد کړُو. دا دے هغه مالِک خُدائ د چا چې مونږ په انتظار وُو. راځئ چې د هغۀ په خلاصون باندې د خوشحالۍ جشن وکړُو.“

يشعياه 25:9

خو کۀ چرې مونږ د هغه څيز اُميد کوُو څۀ چې مونږ نۀ وينو نو مونږ به په صبر سره د دې انتظار وکړُو.

روميان 8:25

د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pashto (Yousafzai dialect). Full Bible printed 2020 — www.AfghanMediaCentre.org. Digital — www.PashtoZeray.org/bible

د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).

وروستۍ ورځې