خو چې کله زۀ ووايم چې، ”زۀ به د مالِک خُدائ په حقله خبرې نۀ کوم او نۀ به نور د هغۀ پېغام چا ته رسوم،“ نو بيا د هغۀ کلام زما په زړۀ کښې لکه د اور په شان بليږى او هغه اور زما هډوکو ته رسيږى. زۀ په ځان کښې د هغۀ د ايسارولو د کوشش په وجه ډېر ستړے شوے يم او زۀ هغه نۀ شم ايسارولے.
يرمياه 20:9
کۀ زۀ زيرے بيانوم نو په دې څۀ فخر نۀ کوم ځکه چې دا زما فرض دى. او افسوس دے په ما، کۀ زۀ زيرے نۀ بيانوم.
اول کورنتيان 9:16
نو بيا زما اجر څۀ شے دے؟ صرف دا چې زيرے بيانوم او هغه هم مفت بيان کړم، او د خپل هغه حق نه څۀ فائده وانۀ خلم چې ما ته په زېرى کښې حاصل دے.
اول کورنتيان 9:18
بيا يې هغوئ دننه راوبلل او حُکم يې ورکړو چې، ”د عيسىٰ په نوم به هيڅ قسم خبرې يا تعليم نۀ ورکوئ.“ خو پطروس او يوحنا هغوئ ته په جواب کښې ووئيل، ”تاسو په خپله اِنصاف وکړئ چې ولې د خُدائ پاک په نظر کښې دا خبره ټيک ده چې مونږ د هغۀ په ځائ ستاسو ومنو. مونږ د هغه څۀ په حقله د وئيلو نه نۀ شُو منع کېدے څۀ چې مونږ ليدلى او اورېدلى دى.“
اعمال 4:18-20
For the love of Christ constrains us; because we judge thus, that one died for all, therefore all died.
2 Corinthians 5:14
نو زۀ ويرېدلم، ځکه لاړم او ستا سرۀ زر مې په زمکه کښې ښخ کړل. ګوره څۀ چې ستا وُو هغه دا دى. مالِک ورته ووئيل، اے بدکاره نوکره، تا ته معلومه وه چې زۀ يې هلته رېبم چرته چې مې کَرلى نۀ وى او هلته يې راټولوم چرته چې مې تخم نوستلے نۀ وى؟ نو بيا تا ته پکار وُو چې زما پېسې دې صرافانو له ورکړے وے، نو په واپسۍ به ما هغه مال د ګټې سره حاصل کړے وو.
متى 25:25-27
خو عيسىٰ د دې اجازت ورنۀ کړو او ورته يې وفرمائيل چې، ”خپل کور ته واپس لاړ شه او خپلو خپلوانو ته ووايه چې مالِک خُدائ ستا دپاره هر څۀ وکړل او خپل څومره فضل يې تا ته ښکاره کړو.“
مرقوس 5:19