جمعه د ۲۰۲۶ د اپریل ۱۷

ورځنی رڼا

۲۰۲۶ اپریل ۱۷

زر شه، ما د خپل ځان سره بوځه، تۀ زما بادشاه شه، ما خپلې کوټې ته بوځه. اے بادشاه مونږ څومره ستا دپاره خوشحاله يونه، د ميو نه زيات مونږ ستا د مينې صِفت کوونه. دا رښتيا دى چې پېغلې په تا مئينې دينه.

غزلې 1:4

ډېر پخوا مالِک خُدائ بنى اِسرائيلو ته راڅرګند شو، او ورته يې وفرمائيل چې، ما تاسو سره نۀ ختمېدونکې مينه کړې ده، ما تاسو په خپله مينه او رحم سره خپل ځان ته رانزدې کړئ.

يرمياه 31:3

ما بنى اِسرائيل د خپلې مينې او رحم رسۍ سره ځان ته رانزدې کړو. ما د هغۀ د څټ نه جغ اوچت کړو، او زۀ په خپله ورټيټ شوم او خوراک مې ورکړو.

هوسيع 11:4

او کله چې زۀ د زمکې نه وخېژولے شم نو زۀ به ټول خلق خپل ځان ته راکاږم.“

يوحنا 12:32

چې عيسىٰ يې په خوا کښې تېر شو. يحيىٰ هغۀ ته وکتل او وې فرمائيل چې، ”دا د خُدائ پاک ګډُورے دے.“

يوحنا 1:36

لکه څنګه چې موسىٰ په بيابان کښې مار په ستنې راځوړند کړے وو نو اِبن آدم به ضرور هم دغسې وخېژولے شى، دې دپاره چې څوک په هغۀ ايمان ساتى نو هغه به د تل ژوندون ومومى.

يوحنا 3:14-15

په آسمان کښې زما څوک دى بې له تا نه؟ د بل چا خواهش نۀ لرم په زمکه غېر ستا نه.

زبور 73:25

مونږ ځکه مينه کوُو چې خُدائ پاک اول مونږ سره مينه وکړه.

اول يوحنا 4:19

زما جانان ما ته ووئيل، ”زما محبوبې، راپاڅه، ښائسته محبوبې، راځه ما سره لاړه شه. وګوره، ژمې تېر شو بارانونه ودرېدل او بس شونه. په زمکه ګلونه راښکاره شونه، د سندرو وئيلو موسم رارسېدلے دېنه، زمونږ په مُلک کښې د ګوګوشتکو آوازونه اورېدلے کيږينه. د اينځر بوټو خپله وړومبۍ مېوه ونيوله، او د انګورو بوټو د خپلو غوټو خوشبو خوره کړله. راپاڅه، راشه، زما محبوبې، زما ښائسته محبوبې، راځه ما سره لاړه شه.

غزلې 2:10-13

د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pashto (Yousafzai dialect). Full Bible printed 2020 — www.AfghanMediaCentre.org. Digital — www.PashtoZeray.org/bible

د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).

وروستۍ ورځې