اے مالِکه خُدايه، ما ته خپله لار راوښايه، ځکه چې دشمن زما په انتظار کښې دے نو په نېغه لار مې بوځه.
زبور 27:11
ورځنی رڼا
اے مالِکه خُدايه، ما ته خپله لار راوښايه، ځکه چې دشمن زما په انتظار کښې دے نو په نېغه لار مې بوځه.
زبور 27:11
مالِک خُدائ فرمائى، زۀ به تا ته ښۀ او نېغه لار ستا د ژوند دپاره دروښايم. زۀ به تا ته نصيحت کوم او په تا به نظر ساتم.
زبور 32:8
ښۀ مې مالِک خُدائ دے سم کارونه کوى، څوک چې وى بېلارې هغوئ ته نېغه لار سموى. هغه عاجزان په سمه لار روانوى، او خپله لار هغوئ ته ور زده کوى.
زبور 25:8-9
زۀ دروازه يم. څوک چې زما په وسيله ننوځى هغه به بچ شى. هغه به دننه بهر تلے راتلے شى او د څرن ځائ به ومومى.
يوحنا 10:9
عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل، ”زۀ لار يم، زۀ حق يم او زۀ ژوندون يم. هيڅوک هم زما د وسيلې نه بغېر پلار له نۀ شى راتلے.
يوحنا 14:6
نو په دې وجه اے وروڼو او خوېندو، مونږ د عيسىٰ د وينې په سبب زيات مقدس ځائ ته په اطمينان سره ورننوځو. هغۀ د خپل مرګ په وسيله د ژوندون دپاره يوه نوې لار د پړدې د مينځ نه کولاو کړه، نو ځکه چې مونږ سره لوئ اِمام دے څوک چې د خُدائ پاک د کور مختيار دے، نو راځئ چې د زړۀ د اخلاصه او په پوره باور سره د خُدائ پاک په حضور کښې داخل شُو. ځکه چې زمونږ په ګناه ګار ضمير د مسيح وينه نوستلے شوې ده چې مونږ پاک کړى، او زمونږ بدن په پاکو اوبو سره وينځلے شوے دے.
عبرانيان 10:19-22
راځئ چې هغه وپېژنو، راځئ چې پوره کوشش وکړو چې مالِک خُدائ ښۀ وپېژنو. هغه به يقيناً مونږ له داسې راځى لکه څنګه چې هر سحر نمر راخېژى، لکه څنګه چې د ژمې باران وريږى، لکه څنګه چې د سپرلى باران زمکه اوبۀ کوى.“
هوسيع 6:3
د مالِک خُدائ ټولې لارې دى ډکې د وفا او د مينې، د هغه چا دپاره چې ساتى د هغۀ د لوظ ټولې غوښتنې.
زبور 25:10
د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).
۲۰۲۶ اپریل ۱۰
Song of Solomon 1:5
۲۰۲۶ اپریل ۹
Isaiah 43:1
۲۰۲۶ اپریل ۸
1 Corinthians 1:5
۲۰۲۶ اپریل ۷
2 Corinthians 6:10
۲۰۲۶ اپریل ۶
Hebrews 7:25
۲۰۲۶ اپریل ۵
Genesis 32:26
۲۰۲۶ اپریل ۴
Revelation 1:17