جمعه د ۲۰۲۶ د اپریل ۱۰

ورځنی رڼا

۲۰۲۶ اپریل ۱۰

Yes, and all who desire to live godly in Christ Jesus will suffer persecution.

2 Timothy 3:12

زۀ دې له راغلے يم چې سړے د خپل پلار خلاف شى، لور د مور، او اِنږور د خواښې. او د سړى دشمنان به د هغۀ د کور خلق وى.

متى 10:35-36

اے زناکارو خلقو، ولې تاسو په دې نۀ پوهېږئ چې د دُنيا سره ملګرتيا کول د خُدائ پاک سره دشمنى کول دى؟ نو ځکه څوک چې د دې شريرې دُنيا سره مينه کوى، هغه د خُدائ پاک سره دشمنى کوى.

يعقوب 4:4

د دُنيا او د هغې د څيزونو سره مينه مۀ کوئ، ځکه چې څوک چې د دُنيا سره مينه کوى، په هغوئ کښې د پلار مينه نشته. ځکه چې په دُنيا کښې د نفس خواهش، يا د سترګو شوق، او يا د دولت غرور، دا د پلار د طرفه نۀ دى بلکې دُنياوى څيزونه دى.

اول يوحنا 2:15-16

کۀ دُنيا تاسو نه نفرت کوى نو تاسو پوهه شئ چې ستاسو نه اول يې ما نه نفرت کړے دے. کۀ چرې تاسو د دُنيا وے نو دُنيا به تاسو سره د خپلو په شان مينه کړې وه، خو تاسو د دُنيا نۀ يئ. خو ما تاسو د دُنيا نه جدا کړئ نو دغه وجه ده چې دُنيا تاسو نه نفرت کوى. دا خبرې يادې ساتئ چې کومې ما تاسو ته وکړې، يو نوکر هم د خپل مالِک نه لوئ نۀ وى. نو چې هغوئ زۀ وزورولم نو تاسو به هم وزوروى. کۀ هغوئ زما په کلام عمل وکړى نو ستاسو په کلام به هم عمل وکړى.

يوحنا 15:18-20

ما ستا پېغام هغوئ له ورکړے دے او دُنيا هغوئ نه نفرت کوى ځکه چې هغوئ د دُنيا نۀ دى لکه څنګه چې زۀ د دُنيا نۀ يم.

يوحنا 17:14

د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pashto (Yousafzai dialect). Full Bible printed 2020 — www.AfghanMediaCentre.org. Digital — www.PashtoZeray.org/bible

د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).

وروستۍ ورځې