يونۍ د ۲۰۲۶ د اپریل ۵

ورځنی رڼا

۲۰۲۶ اپریل ۵

او عيسىٰ چې د ايمان بانى او کاملونکے دے هغۀ ته وګورو چا چې د خوشحالۍ حاصلولو دپاره د سولۍ مرګ وزغملو او د دې په بې‌عزتۍ ونۀ شرمېدلو او د خُدائ پاک د تخت په ښى لاس کښېناستو.

عبرانيان 12:2

مالِک خُدائ پاک فرمائى چې، ”اول او آخر زۀ يم، چې شته، چې وو، چې راتلونکے دے يعنې قادر مطلق خُدائ.“

رويا 1:8

هغه څوک دے چې داسې يې وکړل؟ څوک دے چې د شروع پيړۍ په پيړۍ آوازونه کوى؟ زۀ، مالِک خُدائ د ابتدا نه موجود يم، او په انتها کښې به هم موجود يم.

يشعياه 41:4

خُدائ پاک چې د سلامتۍ سرچينه دے هغه دې تاسو په خپله پوره پاک کړى، او ستاسو ټول ژوند دې زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح تر راتلو پورې پوره بې‌عېبه وساتى. څوک چې ستاسو رابلونکے دے هغه وفادار دے او هغه به هم دغه شان وکړى.

اول تِسالونيکيان 5:23-24

زۀ په دې مطمئن يم چا چې په تاسو کښې نېک کار شروع کړے دے، هغه به يې د عيسىٰ مسيح تر ورځې پورې پوره کړى.

فيليپيانو 1:6

مالِک خُدائ به زما دپاره خپل مقصد پوره کړى، ستا مينه، اے مالِکه خُدايه، د تل دپاره پاتې کيږى، د خپلو لاسونو کارونه مۀ پرېږده.

زبور 138:8

ځکه چې دا خُدائ پاک دے چې په تاسو کښې نيت او عمل دواړه د خپلې نېکې ارادې پوره کولو دپاره پېدا کوى.

فيليپيانو 2:13

د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pashto (Yousafzai dialect). Full Bible printed 2020 — www.AfghanMediaCentre.org. Digital — www.PashtoZeray.org/bible

د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).

وروستۍ ورځې