يونۍ د ۲۰۲۶ د مارچ ۲۹

ورځنی رڼا

۲۰۲۶ مارچ ۲۹

ځکه چې مال دولت هم د تل دپاره نۀ پاتې کيږى او نۀ تاج او تخت د ټولو نسلونو دپاره پاتې کيږى.

متلونه 27:24

هر انسان د سورى په شان په تېزۍ سره د مرګى طرف ته روان وى، دوئ مال راټولوى خو خبر نۀ دى چې دا به څوک خرچ کوى.

زبور 39:6

په زمکه ځان له خزانې مۀ جمع کوئ چرته چې هغه وينۀ وهى او زنګ کيږى او غلۀ ورپسې کنډر کوى او پټوى يې. خو خپل ځان له خزانې په آسمان کښې جمع کوئ چرته چې نۀ وينۀ شته او نۀ زنګ چې دا خرابې کړى، چرته چې نۀ غل کنډر کوى او نۀ يې پټوى. ځکه چې چرته ستا خزانه وى هلته به ستا زړۀ هم وى.

متى 6:19-21

هر لوبغاړے په هر څيز کښې سخته پابندى کوى. هغوئ دا د فنا کېدونکى تاج د حاصلولو دپاره کوى، خو مونږ دا د ابدى تاج دپاره کوُو.

اول کورنتيان 9:25

بدکاره سړے په دوکه مال ګټى، خو هغوئ څوک چې د صداقت کرونده کوى نو حقيقى اجر به ومومى.

متلونه 11:18

او کله چې مشر شپونکے څرګند شى نو تاسو له به د جلال تاج درکړے شى چې کله به هم نۀ مړاوے کيږى.

اول پطروس 5:4

د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pashto (Yousafzai dialect). Full Bible printed 2020 — www.AfghanMediaCentre.org. Digital — www.PashtoZeray.org/bible

د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).

وروستۍ ورځې