درېنۍ د ۲۰۲۶ د مارچ ۲۴

ورځنی رڼا

۲۰۲۶ مارچ ۲۴

تاسو ته به مو صلاح او ډاډګيرنه درکوله او درباندې به مو زور اچولو چې داسې ژوند تېر کړئ چې د خُدائ پاک خوښ وى، چا چې تاسو خپلې بادشاهۍ او لويئ ته رابللى يئ.

اول تِسالونيکيان 2:12

عيسىٰ جواب ورکړو، ”زما بادشاهى د دې دُنيا بادشاهى نۀ ده. کۀ چرې زما بادشاهى د دې دُنيا وے، نو زما خادِمانو به د يهوديانو نه زما د بچ کولو دپاره د هغوئ سره جنګ کړے وے. خو زما بادشاهى د دې دُنيا نۀ ده.“

يوحنا 18:36

او د هغه وخت نه په دې انتظار دے چې د هغۀ دشمنان د هغۀ د پښو د لاندې کړے شى.

عبرانيان 10:13

بيا اوومې فرښتې خپل بيګل وغږولو او په آسمان کښې په زوره دا چغې شوې چې وئيل يې چې، ”د دُنيا د بادشاهۍ حق زمونږ د مالِک خُدائ او د هغۀ د مسيح دے او هغه به تل تر تله حکومت کوى.“

رويا 11:15

او د هغوئ نه تا د اِمامانو بادشاهى جوړه کړه چې زمونږ د خُدائ پاک خِدمت وکړى او هغوئ به په زمکه بادشاهى کوى.“

رويا 5:10

بيا ما يو څو تختونه وليدل او هغه خلق پرې ناست وُو چا ته چې د عدالت اختيار ورکړے شوے وو. ما د هغه خلقو روحونه وليدل چې سرونه يې د خُدائ پاک د کلام او د عيسىٰ د شهادت په وجه پرې کړے شوى وُو، او هغه خلق چا چې بلا يا د هغۀ بُت ته سجده نۀ وه کړې او نۀ يې په لاس يا تندى د هغۀ نښه لګولې وه. هغوئ بيا راژوندى شول او د مسيح سره يې تر زرو کالو بادشاهى وکړه.

رويا 20:4

او بيا به صادقان د خپل پلار په بادشاهۍ کښې لکه د نمر ځليږى. څوک چې غوږونه لرى نو هغه دې واورى.

متى 13:43

اے وړې قبيلې. مۀ يرېږئ. ځکه چې ستاسو د پلار دا خوښه ده چې تاسو له بادشاهى درکړى.

لوقا 12:32

او اوس زۀ هغه بادشاهى تاسو له درکوم کومه چې زما پلار ما له راکړې ده. نو تاسو به زما په بادشاهۍ کښې زما په دسترخوان خوړل څښل کوئ، او په تختونو به د بنى اِسرائيلو د دولسو قبيلو د فېصلو دپاره کښېنئ.

لوقا 22:29-30

ستا بادشاهى دې راشى، ستا مرضى دې په زمکه هم پوره شى څنګه چې په آسمان کښې پوره کيږى.

متى 6:10

د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pashto (Yousafzai dialect). Full Bible printed 2020 — www.AfghanMediaCentre.org. Digital — www.PashtoZeray.org/bible

د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).

وروستۍ ورځې