ولې د هغۀ نۀ ختمېدونکې مينه د تل دپاره ختمه شوه څۀ؟ ولې د هغۀ وعده د تل دپاره ناکاميابه شوه څۀ؟
زبور 77:8
ورځنی رڼا
ولې د هغۀ نۀ ختمېدونکې مينه د تل دپاره ختمه شوه څۀ؟ ولې د هغۀ وعده د تل دپاره ناکاميابه شوه څۀ؟
زبور 77:8
د هغۀ شُکر ګزارى وکړئ چا ته چې مونږ د کمزورتيا په حالت کښې ياد وُو، د هغۀ مينه ابدى ده.
زبور 136:23
زۀ، مالِک خُدائ په آسانۍ سره نۀ غصه کېږم او زۀ نۀ ختمېدونکې مينه او وفادارى ښايم او زياتے او بغاوت معاف کوم. خو چې څوک ګناه کوى نو د هغوئ د ګناه سزا به د درېم او څلورم نسل پورې جارى وى.
شمېر 14:18
ستا په شان خُدائ څوک دے چې په خپلو غوره شوو کښې د بچ شوو خلقو جرمونه معاف کړى او د هغوئ ګناهونه نظر انداز کوى؟ ستا غصه د همېشه دپاره نۀ وى، خو تۀ په رحم ښودلو خوشحالېږې. تۀ به بيا په مونږ باندې مهربانه شې، تۀ به زمونږ ګناهونه د پښو لاندې کړې او زمونږ ټولې بېاِنصافۍ به د سمندر بېخ ته وغورزوې.
ميکاه 7:18-19
نو هغۀ مونږ له خلاصون راکړو، خو د صداقت د کارونو په سبب نۀ، کوم چې مونږ په خپله کړى وُو، بلکې د خپل رحم په وسيله يې ووينځلُو او د روحُ القُدس په وسيله يې نوے ژوند راکړو.
تيطوس 3:5
Blessed be the God and Father of our Lord Jesus Christ, the Father of mercies and God of all comfort; who comforts us in all our affliction, that we may be able to comfort those who are in any affliction, through the comfort with which we ourselves are comforted by God.
2 Corinthians 1:3-4
هم دغه وجه ده چې عيسىٰ ته په هر لحاظ د خپلو وروڼو په شان جوړېدل په کار وُو چې هغه د خُدائ پاک په خِدمت کولو کښې داسې لوئ اِمام شى چې زړۀ سواندے او وفادار وى، او د خلقو د ګناهونو دپاره د خپل ځان کفاره ورکړى. ځکه چې هغه په خپله په تکليفونو کښې وآزمائيلے شو نو هغه د دې قابل دے چې د هغوئ مدد وکړى څوک چې آزمائيلے کيږى.
عبرانيان 2:17-18
د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).
۲۰۲۶ مارچ ۲۰
Psalms 119:130
۲۰۲۶ مارچ ۱۹
Acts 3:26
۲۰۲۶ مارچ ۱۸
Isaiah 38:14
۲۰۲۶ مارچ ۱۷
Leviticus 1:4
۲۰۲۶ مارچ ۱۶
James 4:14
۲۰۲۶ مارچ ۱۵
Hebrews 2:10
۲۰۲۶ مارچ ۱۴
Titus 2:10