9-دا د نوح قيصه ده. د هغۀ درې زامن وُو، شيم، حام او يافت. نوح هيڅ غلطى نۀ وه کړې او د خُدائ پاک په ټول مخلوق کښې هغه اېک يو نېک او صادق سړے وو. هغۀ د خُدائ پاک سره ملګرتيا وه،
پېدايښت 6:9
ورځنی رڼا
9-دا د نوح قيصه ده. د هغۀ درې زامن وُو، شيم، حام او يافت. نوح هيڅ غلطى نۀ وه کړې او د خُدائ پاک په ټول مخلوق کښې هغه اېک يو نېک او صادق سړے وو. هغۀ د خُدائ پاک سره ملګرتيا وه،
پېدايښت 6:9
Now that no man is justified by the law before God is evident, for, “The righteous will live by faith.”
Galatians 3:11
نوح يوه قربانګاه جوړه کړه چې مالِک خُدائ ته قربانى پېش کړى، هغۀ د هر قِسم حلالو ځناورو او مارغانو نه يو يو را ونيولو، او حلال يې کړل، او په قربانګاه کښې يې وسوزول. د قربانۍ په خوشبو مالِک خُدائ رضا شو او خپل ځان سره يې وفرمائيل، ”د بنى آدم د عمل په وجه به بيا زۀ هيڅکله زمکه نۀ لعنتى کوم، ما ته پته ده چې د ماشوموالى نه د دوئ خيالونه خراب وى. بيا به ټول مخلوق تباه نۀ کړم، لکه چې دا ځل مې تباه کړى دى.
پېدايښت 8:20-21
او د زمکې ټول اوسېدونکى به د هغې عبادت وکړى هغوئ ټول د چا نومونه چې د هغه حلال شوى ګډُورى د ژوندون په کِتاب کښې د ازل نه ليکلے شوى نۀ دى.
رويا 13:8
په دې وجه کله نه چې مونږ د ايمان په وسيله صادق کړے شُو نو د مالِک عيسىٰ مسيح په وسيله د خُدائ پاک سره زمونږ صُلح ده،
روميان 5:1
ځکه چې يو بنى آدم به هم په شريعت د عمل کولو په وجه د خُدائ پاک په وړاندې صادق نۀ وى ځکه چې د شريعت په وسيله ګناه پېژندلے کيږى. خو اوس د شريعت نه بغېر د خُدائ پاک صداقت څرګند کړے شوے دے او شريعت او نبيان دواړه د دې تصديق کوى. لار دا ده چې عيسىٰ مسيح باندې ايمان راوړلو سره خُدائ پاک مونږ صادقان جوړوى، دا لار د ټولو دپاره ده، په هيچا کښې هم فرق نشته.
روميان 3:20-22
داسې څوک هم نشته چې هوښيار وى، داسې هيڅوک نشته چې د خُدائ پاک لټون کوى.
روميان 3:11
د خُدائ پاک په غوره کسانو څوک اِلزام لګولے شى؟ ځکه چې په خپله خُدائ پاک مونږ صادق کړى يُو،
روميان 8:33
او هم دا د مخکښې نه مقرر کړے شوى هم وُو او هغه څوک چې خُدائ رابللى دى، هغه يې صادقان کړى هم دى، او څوک چې هغۀ صادقان کړى دى، هغوئ ته يې خپل جلال هم ورکړے دے.
روميان 8:30
د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).
۲۰۲۶ مارچ ۱۹
Acts 3:26
۲۰۲۶ مارچ ۱۸
Isaiah 38:14
۲۰۲۶ مارچ ۱۷
Leviticus 1:4
۲۰۲۶ مارچ ۱۶
James 4:14
۲۰۲۶ مارچ ۱۵
Hebrews 2:10
۲۰۲۶ مارچ ۱۴
Titus 2:10
۲۰۲۶ مارچ ۱۳
1 Timothy 2:5