درېنۍ د ۲۰۲۶ د اپریل ۱۴

ورځنی رڼا

۲۰۲۶ اپریل ۱۴

ستا د خلاصون خوشحالى بيا يو وارې راکړه. او زما روح ستا تابعدارۍ ته مائل کړه.

زبور 51:12

هغوئ چې څۀ کوى ما هغه ليدلى دى، خو باوجود د دې به زۀ هغوئ ښۀ کړم. زۀ به د هغوئ رهنمائى کوم او چې څوک غمژن وى نو زۀ به تسلى ورکوم.

يشعياه 57:18

مالِک خُدائ فرمائى، ”راځئ چې اوس دا مسئله حل کړُو. اګر چې ستاسو ګناهونو تاسو تک سرۀ داغى کړى يئ، خو زۀ به تاسو صفا کړم او لکه د واورې په شان به مو سپين کړم، اګر چې ستاسو داغونه تک سرۀ دى، خو تاسو به د وړۍ په شان تک سپين شئ.

يشعياه 1:18

اے بې‌وفا بچو ما ته راواپس شئ زۀ به ستاسو بې‌وفائى له شفا درکړم. اے مالِکه خُدايه، مونږ به تا ته راواپس کيږُو ځکه چې تۀ مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک يې.

يرمياه 3:22

زۀ به مالِک خُدائ، خُدائ پاک ته غوږ ونيسم. ځکه چې هغه به د خپل قوم، خپلو مقدسينو ته وکړى د خير خبره. خو دوئ دوباره خپل کم عقلتوب ته مۀ پرېږده.

زبور 85:8

اے زما روحه، د مالِک خُدائ ثناء ووايه، چې د هغۀ ټول احسانونه هېر نۀ کړى. څوک چې ستا ټول ګناهونه معاف کوى، او چې ستا ټول مرضونه جوړوى،

زبور 103:2-3

هغه راکوى تازه او نوے قوت ما له، په نېغه لار مې بيائى د خپل نوم دپاره.

زبور 23:3

په هغه ورځ به تاسو وايئ، ”اے مالِکه خُدايه، زۀ ستا ثناء صِفت کوم. تۀ ما ته غصه وې، خو اوس ستا غصه سړه شوې ده او تۀ ما له تسلى راکوې.

يشعياه 12:1

ما ته سهاره راکړه نو زۀ به بچ شمه نو بيا به زۀ د تل دپاره ستا په شريعت غور کومه

زبور 119:117

آو، زۀ هم هغه خُدائ پاک يم چې د خپل ځان په خاطر ستاسو په جرمونو پرده اچوم او ستاسو ګناهونه د خپل ذهن نه وباسم.

يشعياه 43:25

د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pashto (Yousafzai dialect). Full Bible printed 2020 — www.AfghanMediaCentre.org. Digital — www.PashtoZeray.org/bible

د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).

وروستۍ ورځې