ولې تۀ د خپل ځان دپاره د دې نه نور هم زيات د خاص سلوک اُميد کوې څۀ؟ داسې مۀ کوه. زۀ به لوئ افت په دې خلقو نازل کړم. خو تۀ چرته هم ځې نو زۀ به تا ته ستا ژوندون درکړم. مالِک خُدائ داسې فرمائى.“
يرمياه 45:5
ورځنی رڼا
ولې تۀ د خپل ځان دپاره د دې نه نور هم زيات د خاص سلوک اُميد کوې څۀ؟ داسې مۀ کوه. زۀ به لوئ افت په دې خلقو نازل کړم. خو تۀ چرته هم ځې نو زۀ به تا ته ستا ژوندون درکړم. مالِک خُدائ داسې فرمائى.“
يرمياه 45:5
زما جغ په غاړه کړئ او زما نه زده کړئ، ځکه چې زۀ په زړۀ نرم او په روح کښې عاجز يم، او تاسو به په زړۀ کښې آرام حاصل کړئ.
متى 11:29
ستاسو خوى خصلت دې د يو بل سره هغه شان وى لکه څنګه چې د عيسىٰ مسيح وو. هغه اګر کۀ د خُدائ پاک په صورت وو خو د خُدائ پاک سره د برابرېدلو کوشش يې ونۀ کړو. بلکې خپل ځان يې خالى کړو او د غلام شکل يې اختيار کړو، او د انسان په صورت پېدا شو. کله چې په انسانى جسم کښې ښکاره شو، هغۀ خپل ځان عاجز کړو او دومره تابعدار شو چې مرګ، بلکې د سولۍ مرګ يې قبول کړو.
فيليپيانو 2:5-8
داسې خلق زما جوګه نۀ دى څوک چې خپله سولۍ نۀ پورته کوى او زما په نقش قدم نۀ ځى.
متى 10:38
خو تاسو هم دې دپاره رابللے شوى يئ، ځکه چې مسيح هم ستاسو دپاره مصيبت وزغملو او تاسو ته يې يو مثال قائم کړو نو چې تاسو د هغۀ په نقش قدم تلل پرې نۀ ږدئ.
اول پطروس 2:21
يقيناً چې د قناعت سره ديندارۍ کښې لويه ګټه ده، ځکه چې نۀ خو مونږ دُنيا ته څۀ راوړى دى او نۀ مونږ د دې نه څۀ وړلے شُو. خو کۀ مونږ سره خوراک او جامې وى نو مونږ دې په هغې خوشحاله يُو.
اول تيموتيوس 6:6-8
زۀ دا په دې وجه نۀ وايم چې زۀ محتاج يم، بلکې ما دا زده کړل چې څۀ چې ما سره دى په هغې راضى يم.
فيليپيانو 4:11
د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).
۲۰۲۶ اپریل ۱۴
Psalms 63:5-6
۲۰۲۶ اپریل ۱۳
Proverbs 3:9
۲۰۲۶ اپریل ۱۲
Romans 8:3
۲۰۲۶ اپریل ۱۱
Proverbs 10:19
۲۰۲۶ اپریل ۱۰
Song of Solomon 1:5
۲۰۲۶ اپریل ۹
Isaiah 43:1
۲۰۲۶ اپریل ۸
1 Corinthians 1:5