هغه به له ما نه سوال وکړى او زۀ به هغه قبول کړم. په سخته کښې به زۀ د هغۀ سره يم زۀ به هغه بچ کړم، او عزت به هغۀ ته ورکړم.
زبور 91:15
ورځنی رڼا
هغه به له ما نه سوال وکړى او زۀ به هغه قبول کړم. په سخته کښې به زۀ د هغۀ سره يم زۀ به هغه بچ کړم، او عزت به هغۀ ته ورکړم.
زبور 91:15
په هغه شپه خُدائ پاک سليمان ته څرګند شو او ورته يې وفرمائيل، ”چې څۀ غواړې نو وې غواړه چې زۀ يې درکړم.“ سليمان ورته وفرمائيل، ”تا زما پلار داؤد ته همېشه لويه مينه ښودلې ده او اوس دې زۀ د هغۀ نه پس بادشاه جوړ کړے يم.
دوېم تاريخ 1:7-8
نو ما له پوهه او حِکمت راکړه چې هغوئ په سمه لار باندې بوځم. څوک داسې شته چې ستا په دې لوئ قوم باندې حکومت وکړى؟“
دوېم تاريخ 1:10
خُدائ پاک سليمان له لوئ حِکمت، عقل او دومره پوهه ورکړې وه چې د حِساب نه بهر وه.
اول بادشاهان 4:29
آسا مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک ته سوال وکړو، ”اے مالِکه خُدايه، تۀ د تکړه لښکر په شان د يو کمزورى لښکر هم په آسانۍ سره مدد کولے شې. اے مالِکه خُدايه زمونږ خُدايه پاکه، اوس زمونږ مدد وکړه، ځکه چې مونږ په تا اعتماد کوُو او ستا په نوم د دې لوئ لښکر سره د جنګ دپاره راغلى يُو. مالِکه خُدايه، تۀ زمونږ خُدائ پاک يې، هيڅ څوک دا اُميد نۀ شى لرلے چې تا له شکست درکړى.“ کله چې د يهوداه لښکر او د آسا لښکر حمله وکړه نو مالِک خُدائ د ايتهوپيا لښکر له شکست ورکړو. نو د ايتهوپيا خلق وتښتېدل،
دوېم تاريخ 14:11-12
تۀ په خپله د ټولو دُعاګانې اورې، ټول خلق به تا ته راشى.
زبور 65:2
د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).
۲۰۲۶ اپریل ۱۵
Jeremiah 50:34
۲۰۲۶ اپریل ۱۴
Psalms 63:5-6
۲۰۲۶ اپریل ۱۳
Proverbs 3:9
۲۰۲۶ اپریل ۱۲
Romans 8:3
۲۰۲۶ اپریل ۱۱
Proverbs 10:19
۲۰۲۶ اپریل ۱۰
Song of Solomon 1:5
۲۰۲۶ اپریل ۹
Isaiah 43:1