مونږ ټول د ورکو ګډو په شان يُو، مونږ د خُدائ پاک د لارې نه اوړېدلى يُو. هر يو کس په خپله مخه روان دے. خو بيا هم مالِک خُدائ زمونږ د ټولو ګناهونه په هغۀ باندې واچول.
يشعياه 53:6
ورځنی رڼا
مونږ ټول د ورکو ګډو په شان يُو، مونږ د خُدائ پاک د لارې نه اوړېدلى يُو. هر يو کس په خپله مخه روان دے. خو بيا هم مالِک خُدائ زمونږ د ټولو ګناهونه په هغۀ باندې واچول.
يشعياه 53:6
کۀ چرې مونږ دا وايو چې بېګناه يُو نو په دې مونږ خپل ځان له دوکه ورکوو او په مونږ کښې رښتيا نشته.
اول يوحنا 1:8
لکه چې صحيفې وائى چې، ”څوک هم صادق نۀ دے، بلکل يو کس هم نشته. داسې څوک هم نشته چې هوښيار وى، داسې هيڅوک نشته چې د خُدائ پاک لټون کوى. ټول اوړېدلى دى، او ټول بېکاره شوى دى. يو هم نيک کار نۀ کوى، يو کس هم نشته.
روميان 3:10-12
ځکه چې تاسو د بېلارې ګډو په شان ګرځېدئ خو اوس تاسو خپل شپونکى او حفاظت کوونکى له بيا راغلى يئ.
اول پطروس 2:25
زۀ د ورکې شوې ګډې په شان بېلارې شوے يمه خپل خِدمت کوونکے دې ولټوه ځکه چې ما هېر کړى نۀ دى ستا حُکمونه.
زبور 119:176
هغه راکوى تازه او نوے قوت ما له، په نېغه لار مې بيائى د خپل نوم دپاره.
زبور 23:3
زما ګډې زما آواز اورى، زۀ هغوئ پېژنم او هغوئ ما پسې راځى. زۀ هغوئ له د تل ژوندون ورکوم او هغوئ به هيڅکله هم هلاک نۀ شى او هيڅوک به يې هم زما د لاس نه ونۀ شوکوى.
يوحنا 10:27-28
”کۀ چرې په تاسو کښې د يو تن سل ګډې وى او يوه ترېنه ورکه شى نو ولې هغه به دغه نورې يو کم سل تر هغې په تش مېدان پرې نۀ ږدى ترڅو چې يې هغه ورکه شوې موندلې نۀ وى؟
لوقا 15:4
د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).
۲۰۲۶ اپریل ۲۲
Leviticus 1:3-4
۲۰۲۶ اپریل ۲۱
Philippians 4:1
۲۰۲۶ اپریل ۲۰
Deuteronomy 13:17
۲۰۲۶ اپریل ۱۹
John 10:7
۲۰۲۶ اپریل ۱۸
Deuteronomy 18:18
۲۰۲۶ اپریل ۱۷
Psalms 50:23
۲۰۲۶ اپریل ۱۶
Psalms 31:22