اونۍ د ۲۰۲۶ د مۍ ۹

ورځنی رڼا

۲۰۲۶ مۍ ۹

خو عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل، ”مۀ يرېږئ، دا زۀ يم.“

يوحنا 6:20

کله چې هغه ما وليدو نو زۀ لکه د مړى د هغۀ په پښو کښې پرېوتلم، خو هغۀ خپل ښے لاس په ما کېښودو او وې فرمائيل، ”يرېږه مه، اول او آخر زۀ يم، او ژوندے يم، زۀ مړ وم خو اوس تل تر تله ژوندے يم او د مرګ او د عالمِ ارواح کُنجيانې ما سره دى.

رويا 1:17-18

آو، زۀ هم هغه خُدائ پاک يم چې د خپل ځان په خاطر ستاسو په جرمونو پرده اچوم او ستاسو ګناهونه د خپل ذهن نه وباسم.

يشعياه 43:25

نو ما ووئيل، ”په ما افسوس، زۀ تباه شوم، ځکه چې زما شونډې په ګناه ککړې دى، او د کومو خلقو سره چې زۀ اوسېږم د هغوئ شونډې هم ګنده دى. خو بيا هم ما په خپلو سترګو هغه بادشاه ليدلے دے چې هغه مالِک خُدائ ربُ الافواج دے.“

يشعياه 6:5

هغۀ زما شونډو له بَله سکروټه وروړله او وې فرمائيل، ”دا سکروټه ستا د شونډو سره لګېدلې ده، نو په دې وجه ستا قصور ختم شو او ستا ګناهونه معاف شول.“

يشعياه 6:7

خو اوس د هغۀ خلق لوټ کړے شوى او شوکېدلى دى، هغوئ ټول په کندو کښې ګېر کړے شوى دى او په قېدخانو کښې اچولے شوى دى. هغوئ نه د لوټ مال جوړ شوے دے، خو د هغوئ بچ کولو له هيڅ څوک هم رانۀ غلل. هغوئ نيولے شوى دى خو هيچا هم ونۀ وئيل چې، ”دوئ واپس کړئ.“

يشعياه 42:22

زما ګرانو بچو، د دغو خبرو د ليکلو نه زما مطلب دا دے چې تاسو ګناه ونۀ کړئ، خو کۀ څوک ګناه وکړى نو د پلار سره زمونږ يو شفاعت کوونکے دے، يعنې عيسىٰ مسيح چې صادق دے.

اول يوحنا 2:1

د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pashto (Yousafzai dialect). Full Bible printed 2020 — www.AfghanMediaCentre.org. Digital — www.PashtoZeray.org/bible

د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).

وروستۍ ورځې