۲۰۲۴ جون ۱۲
ورځنۍ رڼا, جون ۱۳: زما زوړ ژوند د مسيح سره په سولۍ شوے دے
ورځنۍ رڼا
په ما کښې اوسئ لکه چې زۀ په تاسو کښې اوسېږم.
يوحنا ۱۵:۴
زما زوړ ژوند د مسيح سره په سولۍ شوے دے. زۀ د دې نه وروستو نور ژوندے نۀ يم بلکې مسيح په ما کښې ژوندے دے. او زۀ چې اوس کوم ژوند تېروم نو د خُدائ پاک په زوئ يې په ايمان راوړلو کښې تېروم چا چې ما سره مينه کړې ده او زما دپاره يې خپل ځان قربان کړو.
ګلتيان ۲:۲۰
ځکه چې زۀ په دې پوهېږم چې زما د ګناه په فطرت کښې هيڅ نېکى نشته، او اګر چې زۀ د نېکۍ کولو خواهش کوم خو کولے يې نۀ شم. نو زۀ څومره بدنصيبه سړے يم. چې دا بدن ما مرګ ته حواله کوى نو بيا څوک ما بچ کولے شى؟ خو د خُدائ پاک شُکر دے چا چې زۀ د مالِک عيسىٰ مسيح په وسيله بچ کړم.
روميان ۷:۱۸, ۲۴–۲۵
خو کۀ چرې مسيح په تاسو کښې اوسى نو کۀ څۀ هم ستاسو وجود د ګناه په وجه مړ شى، خو روح تاسو ته ژوند درکوى ځکه چې روح تاسو د خُدائ پاک سره رضا کړئ.
روميان ۸:۱۰
کۀ تاسو د ايمان په بنياد مضبوط او ټينګ پاتې شئ او هغه اُميد پرې نۀ ږدئ کوم چې د زيرى په اورېدو ستاسو په زړونو کښې پېدا شوے دے.
کولوسيان ۱:۲۳
اوس اے ګرانو بچو، اوس په هغۀ کښې شراکت وساتئ، نو کله چې هغه ښکاره شى نو مونږ به مطمئن يُو او د هغۀ په راتلو به د هغۀ په وړاندې شرمنده نۀ يُو.
اول يوحنا ۲:۲۸
هر څوک چې وائى چې، ”زۀ په هغۀ کښې اوسېږم،“ نو په کار دى چې هغه دې داسې ژوند تېروى لکه څنګه چې مسيح تېر کړے وو.
اول يوحنا ۲:۶
ستا په اِبن آدم ايمان شته؟
يوحنا ۹:۳۵
ما ته ووايه هغه څوک دے نو چې زۀ په هغۀ ايمان راوړم.
يوحنا ۹:۳۶
هغه د خُدائ د جلال مظهر او هغه د خُدائ د ذات تصوير دے او هغه ټول کائنات په خپل زورَور کلام سمبالوى.
عبرانيان ۱:۳
او خُدائ پاک واحد، مبارک حکمران، د بادشاهانو بادشاه او د مالِکانو مالِک دے. دا واحد هغه دے چې څوک غېر فانى دے او هغه په هغه بېمثاله نُور کښې اوسيږى چې نۀ چا ليدلے او نۀ به يې ووينى. د هغۀ عزت او بادشاهى دې تل تر تله وى، آمين.
اول تيموتيوس ۶:۱۵–۱۶
مالِک خُدائ پاک فرمائى چې، ”اول او آخر زۀ يم، چې شته، چې وو، چې راتلونکے دے يعنې قادر مطلق خُدائ.“
رويا ۱:۸
مالِکه، زما پرې ايمان دے. او هغه ورته په سجده پرېوتو.
يوحنا ۹:۳۸
ځکه په چا چې ما ايمان راوړے دے زۀ هغه پېژنم، او زما يقين دے چې څۀ چې ما هغۀ ته سپارلى دى د خپلو راتلو تر ورځې پورې هغه د هغې د حفاظت کولو قابل دے.
دوېم تيموتيوس ۱:۱۲
زۀ په صيون کښې د ګوټ غوره کړے او قيمتى کاڼے ږدم، او څوک چې په هغۀ ايمان راوړى هغه به شرمنده نۀ شى. نو بيا ستاسو دپاره چې ايمان مو راوړے دے.
اول پطروس ۲:۶–۷
د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).
وروستۍ ورځې
ټول وګورئ۲۰۲۴ جون ۱۱
لوقا ۱۵:۲۰ · زبور ۱۰۳:۸–۱۳
۲۰۲۴ جون ۱۰
لوقا ۱۵:۱۳ · اول کورنتيان ۶:۱۱
۲۰۲۴ جون ۹
يوحنا ۷:۴۶ · زبور ۴۵:۲
۲۰۲۴ جون ۸
پېدايښت ۳۹:۳ · زبور ۱۲۸:۱–۲
۲۰۲۴ جون ۷
لوقا ۱۸:۱ · لوقا ۱۱:۵–۸
۲۰۲۴ جون ۶
صفنياه ۳:۱۷ · ګردان ۷:۷–۸
