ورځنۍ رڼا, جون ۱۴: او چې بچى يُو نو وارثان هم يُو

ورځنۍ رڼا

ورځنۍ رڼا
ټولې لیکنې

د مسيح په وجه چې د څومره ډېرو تکليفونو سره مخامخ کيږُو نو ورسره خُدائ پاک په مسيح کښې زمونږ تسلى هم زياتوى.

زۀ غواړم چې د مسيح او د هغۀ د بيا ژوندى کېدلو قدرت وپېژنم او د هغۀ سره په تکليفونو کښې شريک شم او د هغۀ په مرګ کښې د هغۀ په شان شم.

بلکې خوشحالى کوئ چې تاسو د مسيح په مصيبتونو کښې شريک شوئ، نو چې تاسو هم خوشحالى وکړئ او د خوشحالۍ نه چغې کړئ کله چې د هغۀ جلال ظاهر شى.

کۀ مونږ د هغۀ سره مړۀ شُو نو مونږ به د هغۀ سره ژوندى هم شُو.

او چې بچى يُو نو وارثان هم يُو. مونږ د خُدائ پاک وارثان او د مسيح په ميراث کښې شريک هم يُو، خو کۀ چرې مونږ د هغۀ سره په جلال کښې شريک يُو نو د هغۀ په تکليف کښې به هم شريک يُو.

هم په دې طريقه کله چې خُدائ پاک وغوښتل چې د وعدې وارثانو ته خپل هغه نۀ بدلېدونکے مقصد نور هم روښانه کړى، نو هغۀ د دې د ضمانت دپاره قسم هم وکړو. نو د دې دواړو نۀ بدلېدونکو خبرو په وجه دا ناممکنه ده چې خُدائ پاک غلط ثابت شى، او مونږ چا چې په هغۀ کښې پناه اخستې ده نو مونږ دې په ډېره زړۀ ورتيا سره هغه اُميد راټينګ کړُو چې زمونږ په وړاندې دے.

اوس دې زمونږ مالِک عيسىٰ مسيح په خپله او زمونږ خُدائ پلار چا چې مونږ سره مينه وکړه او مونږ ته يې د فضل په وسيله ابدى تسلى او ښۀ اُميد راکړو، هغه دې ستاسو زړونو ته ډاډګيرنه درکړى او په هر نېک کار او خبرو اترو کښې دې تاسو مضبوط کړى.

مرتا، مرتا، تۀ د ډېرو څيزونو په سوچونو کښې ډوبه شوې يې.

کارغانو ته وګورئ، دوئ نۀ خو کَرى او نۀ رېبى، نۀ خو د دوئ ذخيرې شته ... ځنګلى ګلونو ته خو لږ خيال وکړئ ... نو ځکه تاسو د خوراک څښاک پسې منډې مۀ وهئ، تاسو د دې څيزونو اندېښنه مۀ کوئ. ځکه چې د دُنيا نور قومونه په دې څيزونو پسې په منډه دى خو ستاسو پلار د مخکښې نه ستاسو د حاجتونو نه ښۀ خبر دے.

خو کۀ مونږ سره خوراک او جامې وى نو مونږ دې په هغې خوشحاله يُو. خو څوک چې مالداره کېدل غواړى نو هغوئ په آزمېښتونو او د ډېرو نورو عبثو نقصانى خواهشونو په دام کښې راګېر شى کوم چې خلق د تباهۍ او هلاکت په درياب کښې غرقوى. ځکه چې د پېسو مينه د هر قِسم بدۍ بېخ دے، او د مالداره کېدو په لالچ کښې څۀ خلق د ايمان نه ګمراه شول او خپل ځانونه يې په قِسما قِسم غمونو غلبيل کړل.

خو د دُنيا غم او د مال دولت لالچ او د نورو څيزونو خواهشات په مينځ کښې راشى او د کلام مرۍ خپه کړى او کلام بې‌مېوې پاتې شى.

نو په دې وجه بيا چې د ګواهانو دومره لويه ګڼه زمونږ نه چاپېره ده نو راځئ چې مونږ هم هر يو پيټے او هغه ګناه چې مونږ په آسانۍ سره انښلوى د ځان نه لرې کړُو، او راځئ چې په هغه منډه کښې په صبر سره وزغلو چې مونږ له مقرر ده.

د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019. www.pbs.org.pk

عکس د Ahmet Yüksek ✪ لخوا په Unsplash کې (https://unsplash.com/photos/hazy-mountain-peaks-at-sunrise-or-sunset-jUZUTcnJoQw)

د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).

وروستۍ ورځې

ټول وګورئ