۲۰۲۴ جون ۱۴
ورځنۍ رڼا, جون ۱۵: هغه د حق روح دے (يوحنا ۱۴:۱۵–۱۷)
ورځنۍ رڼا
داسې څۀ خبرې شته دے چې مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک هغه په راز کښې ساتلى دى او څۀ يې زمونږ او زمونږ د اولاد دپاره څرګندې کړې دى د دې دپاره چې مونږ د هغۀ د قانون ټولې خبرې همېشه ومنو.
ګردان ۲۹:۲۹
زما زړۀ کبرژن نۀ دے اے مالِکه خُدايه، زما سترګې مغروره نۀ دى او نۀ خپل ځان په غټو مسائيلو کښې راګېروم، او نۀ په هغه حېرانونکى څيزونو کوم چې زما د فکر نه بهر دى. خو ما خپل روح په آرام او خاموش کړو، لکه څنګه چې د غېږې ماشوم د خپلې مور سره په آرام وى. نو دغه شان زما روح به په ما کښې په آرام وى.
زبور ۱۳۱:۱–۲
مالِک خُدائ د هغه چا ملګرے دے څوک چې د هغۀ نه يريږى، هغوئ ته به د خپل لوظ شرطونه ورزده کوى.
زبور ۲۵:۱۴
خو په آسمان کښې يو خُدائ پاک موجود دے څوک چې پټ رازونه څرګندوى.
دانيال ۲:۲۸
دا د هغۀ د طاقت معمولى کارنامې دى، دا د يو معمولى آواز په شان دے چې مونږ اورېدلے وى.
ايُوب ۲۶:۱۴
نو زۀ د دې نه پس تاسو ته غلامان نۀ وايم، ځکه چې غلام ته پته نۀ وى چې د هغۀ مالِک څۀ کوى، خو ما تاسو ته دوستان وئيلى دى ځکه چې ما تاسو ته هر هغه څۀ ښکاره کړى دى کوم چې ما د پلار نه اورېدلى دى.
يوحنا ۱۵:۱۵
کۀ تاسو ما سره مينه کوئ نو تاسو به زما په حُکمونو عمل کوئ. او زۀ به پلار ته خواست وکړم چې تاسو ته بل مددګار درکړى چې تاسو سره به مدام وى. هغه د حق روح دے.
يوحنا ۱۴:۱۵–۱۷
هغۀ ته دا معلومه ده چې د روحُ القُدس سوچ څۀ دے ځکه چې روحُ القُدس د مقدسينو دپاره د خُدائ پاک د مرضۍ په مطابق شفاعت کوى.
روميان ۸:۲۷
زۀ تاسو ته رښتيا وايم، کۀ تاسو زما په نوم د پلار نه څۀ هم وغواړئ، نو هغه به يې درکړى. تر اوسه پورې تاسو زما په نوم هيڅ نۀ دى غوښتى. وغواړئ نو تاسو له به درکړے شى نو چې ستاسو خوشحالى پوره شى.
يوحنا ۱۶:۲۳–۲۴
او همېشه په هره موقع په روحُ القُدس کښې دُعا او زارى کوئ.
اِفِسيانو ۶:۱۸
او په دې زمونږ باور دے چې کۀ مونږ د هغۀ د مرضۍ په مطابق د هغۀ نه څۀ وغواړو نو هغه زمونږ سوالونه اورى. او کۀ مونږ په دې پوهه شو چې خُدائ پاک زمونږ خواست اورى نو دا راته هم پته ده چې څۀ هم ترې غوښتى دى هغه مونږ ته مِلاو شوى دى.
اول يوحنا ۵:۱۴–۱۵
ځکه چې د خُدائ پاک مرضى دا ده چې تاسو پاک شئ.
اول تِسالونيکيان ۴:۳
خُدائ پاک مونږ د ناپاکۍ دپاره نه، ... بلکې خُدائ پاک نۀ منى چا چې تاسو له خپل روحُ القُدس هم درکړے دے.
اول تِسالونيکيان ۴:۷–۸
او همېشه خوشحاله اوسئ. په دُعا کښې ناغه مۀ کوئ. په هر حال کښې شُکر کوئ ځکه چې دا په عيسىٰ مسيح کښې ستاسو دپاره د خُدائ پاک رضا ده. د روحُ القُدس بل شوے اور مۀ مړ کوئ.
اول تِسالونيکيان ۵:۱۶–۱۹
د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).
وروستۍ ورځې
ټول وګورئ۲۰۲۴ جون ۱۳
يوحنا ۱۵:۴ · ګلتيان ۲:۲۰
۲۰۲۴ جون ۱۲
شمېر ۳۱:۲۳ · ګردان ۱۳:۳
۲۰۲۴ جون ۱۱
لوقا ۱۵:۲۰ · زبور ۱۰۳:۸–۱۳
۲۰۲۴ جون ۱۰
لوقا ۱۵:۱۳ · اول کورنتيان ۶:۱۱
۲۰۲۴ جون ۹
يوحنا ۷:۴۶ · زبور ۴۵:۲
۲۰۲۴ جون ۸
پېدايښت ۳۹:۳ · زبور ۱۲۸:۱–۲
