۲۰۲۴ جون ۱۵
ورځنۍ رڼا, جون ۱۶: نو بيا د خپل چال چلن ډېر خيال ساتئ
ورځنۍ رڼا
نو بيا د خپل چال چلن ډېر خيال ساتئ. د کم عقلو په شان ژوند مۀ تېروئ، بلکې د هوښيارانو په شان ژوند تېروئ. په دې ورځو کښې هره موقع د ښېګړې دپاره غنيمت وګڼئ ځکه چې زمانه بده ده.
اِفِسيانو ۵:۱۵–۱۶
خيال کوئ چې هغه قانون پوره ومنئ چې موسىٰ د هغې حُکم درکړے دے يعنې د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک سره مينه کوئ، د هغۀ حُکمونه منئ، د هغۀ وفادار اوسئ او د زړۀ د اخلاصه د هغۀ خِدمت کوئ.“
يشوَع ۲۲:۵
د بېايمانانو سره د هوښيارتيا سلوک کوئ او د هرې موقعې نه فائده اخلئ. ستاسو کلام دې همېشه د فضل نه ډک او خوندور وى چې تاسو هر چا ته مناسب جواب ورکولے شئ.
کولوسيان ۴:۵–۶
د هر قِسم بد کار نه ځان ساتئ.
اول تِسالونيکيان ۵:۲۲
کله چې د وادۀ زلمے په راتلو کښې ايسار شو نو هغوئ ټولو له خوب ورغلو او اودې شوې. خو په نيمه شپه کښې چغې شوې، وګورئ د وادۀ زلمے راغلو. راشئ چې وې ګورئ. ځکه بېدار اوسئ، ولې چې تاسو ته د ورځې او د وخت هيڅ پته نشته.
متى ۲۵:۵–۶, ۱۳
د خپلې بلنې او غوره والى د ثابتولو زيات کوشش کوئ، ځکه کۀ تاسو داسې اخلاق ساتئ نو هيڅکله به تيندک ونۀ خورئ.
دوېم پطروس ۱:۱۰
هغه خادِمان بختور دى چې مالِک يې د خپل راتلو په وخت بېدار ووينى.
لوقا ۱۲:۳۷
زۀ زر درځم او څۀ چې درسره دى په هغې ټينګ پاتې شه چې څوک دې هم د خپل تاج نه محرومه نۀ کړى.
رويا ۳:۱۱
کۀ زۀ صرف د هغۀ جامو له لاس هم وروړم، نو جوړه به شم.
متى ۹:۲۱
مالِکه، کۀ تۀ صرف وغواړې نو ما روغولے شې.“ عيسىٰ خپل لاس وراوږد کړو او په هغۀ يې کېښودو او وې فرمائيل چې، ”آو، زۀ غواړم چې داسې وکړم.“ بيا يې وفرمائيل چې، ”پاک شه.
متى ۸:۲–۳
کۀ ستاسو ايمان د شړشمو د تخم هومره هم وى نو چې تاسو دې غر ته ووايئ چې دلته نه هلته لاړ شه.
متى ۱۷:۲۰
نو په دې وجه خپله زړۀ ورتيا مۀ پرېږدئ ځکه چې د دې ډېر اجر دے.
عبرانيان ۱۰:۳۵
هم دغه شان په يره او په رپېدو د خپل خلاصون کار کوئ چې هغه په ښۀ شان سر ته ورسوئ. ځکه چې دا خُدائ پاک دے چې په تاسو کښې نيت او عمل دواړه د خپلې نېکې ارادې پوره کولو دپاره پېدا کوى.
فيليپيانو ۲:۱۲–۱۳
وړومبے تېغه، بيا وَږى او بيا په وَږى کښې تيارې دانې.
مرقوس ۴:۲۸
راځئ چې هغه وپېژنو، راځئ چې پوره کوشش وکړو چې مالِک خُدائ ښۀ وپېژنو.
هوسيع ۶:۳
د بپتسمه ورکونکى يحيىٰ د راتلو د ورځو نه پس لا تر اوسه د آسمان په بادشاهۍ زور کولے شى او زورَور يې په زور رانيسى.
متى ۱۱:۱۲
نو تاسو هم داسې منډه ووهئ چې وې ګټئ.
اول کورنتيان ۹:۲۴
ما ښۀ جنګ وکړو، خپله منډه مې پوره کړه، او تر آخره په خپل ايمان قائم پاتې شوم. نو د اوس نه د صداقت تاج زما دپاره تيار دے، کوم چې به د صداقت قاضى مالِک ما ته په هغه ورځ راکړى.
دوېم تيموتيوس ۴:۷–۸
د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).
وروستۍ ورځې
ټول وګورئ۲۰۲۴ جون ۱۴
فيليپيانو ۳:۱۰ · اول پطروس ۴:۱۳
۲۰۲۴ جون ۱۳
يوحنا ۱۵:۴ · ګلتيان ۲:۲۰
۲۰۲۴ جون ۱۲
شمېر ۳۱:۲۳ · ګردان ۱۳:۳
۲۰۲۴ جون ۱۱
لوقا ۱۵:۲۰ · زبور ۱۰۳:۸–۱۳
۲۰۲۴ جون ۱۰
لوقا ۱۵:۱۳ · اول کورنتيان ۶:۱۱
۲۰۲۴ جون ۹
يوحنا ۷:۴۶ · زبور ۴۵:۲
