۲۰۲۴ جون ۱۱
ورځنۍ رڼا, جون ۱۲: زۀ به ستاسو خِلاف خپل طاقت استعمال کړم
ورځنۍ رڼا
22-23 کوم څيز چې نۀ سوزيږى، لکه سرۀ زر، سپين زر، زېړ، اوسپنه، قلائى، يا سيکه.
شمېر ۳۱:۲۳
مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک تاسو معلوموى چې تاسو د مالِک خُدائ سره د زړۀ د اخلاصه او د خپل ټول روح سره مينه کوئ او کۀ نه.
ګردان ۱۳:۳
هغه به لکه د سپينو زرو د صفا کوونکى او خالص کوونکى په شان کښېنى، هغه به ليويان صفا کړى او د سرو او سپينو زرو په شان به يې چاڼ کړى. بيا به دوئ صادقان شى چې مالِک خُدائ ته به نذرانې پېش کولے شى.
ملاکى ۳:۳
نو د هر ګلکار کار به په خپله ښکاره شى ځکه چې د قيامت په ورځ به دا په اور راڅرګند شى. او زمونږ د کار نېکى او بدى به په اور وآزمائيلے شى.
اول کورنتيان ۳:۱۳
زۀ به ستاسو خِلاف خپل طاقت استعمال کړم. زۀ به تاسو داسې صفا کړم لکه څنګه چې اوسپنه په اور کښې صفا کيږى او زۀ به ستاسو نه ټول ملاوټ لرې کړم.
يشعياه ۱:۲۵
زۀ به دوئ لکه د کچه سپينو زرو په شان د اور بټۍ کښې واچوم.
يرمياه ۹:۷
نو پاکه خُدايه تا خو مونږه آزمائيلى يُو، داسې لکه سپين زر دې په اور صفا کړى يُو. ... او مونږ دې اور او سېلاب نه تير کړُو، خو آخر دې هم مونږ د آرام او برکتونو ځائ ته راوستُو.
زبور ۶۶:۱۰, ۱۲
کله چې تاسو په اور کښې تېرېږئ، نو تاسو به نۀ سوزئ، او د اور شُغلې به تاسو ته نقصان نۀ درکوى.
يشعياه ۴۳:۲
هغۀ په خپله زمونږ ګناهونه سولۍ ته د خپل ځان سره يوړل د دې دپاره چې مونږ ګناهونو نه آزاد شُو او د صداقت دپاره ژوند تېر کړُو.
اول پطروس ۲:۲۴
نو خپل زوړ د ګناه فطرت او پخوانۍ د ژوند تېرولو طريقې پرېږدئ کوم چې په دوکه او شهوت پرستۍ خرابې شوې وې. نو روحُ القُدس ته د خپل سوچ او اخلاق نوى کولو اجازت ورکړئ او خپل ځان په نوى انسانيت کښې ونغاړئ کوم چې په حقيقى صداقت او پاکوالى کښې د خُدائ پاک په صورت جوړ شوى دى.
اِفِسيانو ۴:۲۲–۲۴
ځکه چې تاسو مړۀ شوى يئ خو ستاسو ژوند د مسيح سره په خُدائ پاک کښې پټ دے.
کولوسيان ۳:۳
نو چې څنګه مسيح د پلار په جلال کښې د مړو نه راپورته شو نو مونږ هم په نوى ژوندون کښې ورسره شامل شُو. مونږ په دې پوهه يُو چې زمونږ زوړ انسانيت د مسيح سره په سولۍ کړے شو نو په مونږ کښې د ګناه اثر ختم شو او نور د ګناه په قبضه کښې نۀ يُو او د دې دپاره چې مونږ نور د ګناه غلامان نۀ شُو. ځکه هر څوک چې مړ شى نو هغه د ګناه د اثر نه آزاد شى نو تاسو هم خپل ځانونه ګناه ته مړۀ وګڼئ او په عيسىٰ مسيح کښې په شاملېدو سره يې خُدائ پاک ته ژوندى وګڼئ. نو ځکه تاسو خپل ځان ګناه ته مۀ پرېږدئ چې په تاسو حکومت وکړى او چې تاسو د نفس تابع کړى. نور تاسو د خپل وجود اندامونه ګناه ته د بدکارۍ د ساز و سامان په طور مۀ وړاندې کوئ بلکې خپل ځانونه خُدائ پاک ته وړاندې کړئ د هغوئ په شان څوک چې د مرګ نه بيا راژوندى شوى دى، او خپل اندامونه خُدائ پاک ته د صداقت د ساز و سامان په طور وړاندې کړئ.
روميان ۶:۴, ۶–۷, ۱۱–۱۳
د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).
وروستۍ ورځې
ټول وګورئ۲۰۲۴ جون ۱۰
لوقا ۱۵:۱۳ · اول کورنتيان ۶:۱۱
۲۰۲۴ جون ۹
يوحنا ۷:۴۶ · زبور ۴۵:۲
۲۰۲۴ جون ۸
پېدايښت ۳۹:۳ · زبور ۱۲۸:۱–۲
۲۰۲۴ جون ۷
لوقا ۱۸:۱ · لوقا ۱۱:۵–۸
۲۰۲۴ جون ۶
صفنياه ۳:۱۷ · ګردان ۷:۷–۸
۲۰۲۴ جون ۵
لوقا ۱۷:۱۰ · روميان ۳:۲۷
