۲۰۲۴ جون ۴
ورځنۍ رڼا, جون ۵: آيا زمونږ ټولو پلار يو نۀ دے؟ (ملاکى ۲:۱۰)
ورځنۍ رڼا
دغه شان کله چې تاسو هغه هر څۀ چې تاسو ته يې حکم شوے دے پوره کړئ نو بيا تاسو ته داسې وئيل په کار دى چې مونږ د تعريف قابل نوکران نۀ يُو خو مونږ صرف خپل فرض پوره کړو.“
لوقا ۱۷:۱۰
نو بيا مونږ په دې فخر وکړو چې د خُدائ پاک په نزد ګنې مونږ ښۀ کار کړے دے؟ نه، مونږ په دې فخر نۀ شُو کولے ځکه چې زمونږ صداقت د شريعت په بنياد نه بلکې د ايمان په وسيله دے.
روميان ۳:۲۷
او تاسو سره چې څۀ دى هغه خُدائ پاک درکړى دى. او بيا چې هر څۀ خُدائ پاک درکړى دى نو بيا په څۀ خبره فخر کوئ لکه چې هغۀ نۀ وى درکړى؟
اول کورنتيان ۴:۷
ځکه چې خُدائ پاک د خپل فضل په سبب تاسو له د ايمان په وجه خلاصون درکړو، او دا ستاسو خپل کار نۀ وو، بلکې دا د خُدائ پاک د خوا نه انعام دے. خلاصون زمونږ د نېک عمل اجر نۀ دے نو په مونږ کښې دې څوک هم په خپل عمل فخر ونۀ کړى. ځکه چې مونږ د هغۀ خاص مخلوق يُو چا چې مونږ په عيسىٰ مسيح کښې د نېکو کارونو دپاره پېدا کړى يُو، او دا کارونه خُدائ پاک د مخکښې نه زمونږ دپاره تيار کړى وُو، چې مونږ يې سر ته ورسوو.
اِفِسيانو ۲:۸–۱۰
خو زۀ چې هر څۀ يم هغه د خُدائ پاک په فضل يم، او هغه فضل چې په ما وشو هغه بېفائدې نۀ وو. په حقيقت کښې ما د هغوئ ټولو نه زياته خوارى کړې ده. اګر کۀ دا ما ونۀ کړه بلکې د خُدائ پاک په هغه فضل وشوه چې په ما دے.
اول کورنتيان ۱۵:۱۰
ځکه چې دا ټول څيزونه د هغۀ د لاسه ملاويږى او د هغۀ په وسيله موجود دى او د هغۀ لويئ دپاره دى.
روميان ۱۱:۳۶
ځکه چې هر يو څيز ستا د طرف نه نعمت دے او مونږ صِرف تا له هغه څۀ واپس درکړى دى چې څۀ ستا وُو.
اول تواريخ ۲۹:۱۴
او خپل خِدمتګار دې د عدالت دپاره مۀ راوله، ځکه چې ستا په وړاندې څوک هم بېګناه نۀ دى.
زبور ۱۴۳:۲
ځکه چې هغۀ ته پته ده چې مونږ څنګه جوړ شوى يُو، هغۀ ته دا ياد دى چې مونږ خاورې يُو.
زبور ۱۰۳:۱۴
بيا مالِک خُدائ، خُدائ پاک د زمکې نه څۀ خاوره واخستله او آدم يې ترې نه جوړ کړو. خُدائ پاک د هغۀ په سپېږمو کښې د ژوند ساه پو کړه او آدم ژوندے نفس جوړ شو.
پېدايښت ۲:۷
زۀ ستا ثناء صِفت کومه ځکه چې زما د بدن جوړښت عجيبه او ويرونکے دے، ستا کارونه عجيبه دى او زۀ په دې ښۀ پوهېږم. زما د بدن ډانچه ستا نه پټه نۀ وه کله چې زۀ په پټ ځائ کښې جوړېدلم ... ستا سترګو زما نامکمله بدن وليدلو. او تا د شروع نه هغه ټولې ورځې چې زما د ژوند دپاره مقرر کړې وې هغه دې په خپل کِتاب کښې وليکلې.
زبور ۱۳۹:۱۴–۱۶
آيا زمونږ ټولو پلار يو نۀ دے؟ آيا يو خُدائ پاک مونږ جوړ کړى نۀ يُو؟
ملاکى ۲:۱۰
ځکه چې په هغۀ کښې زمونږ ژوندون، حرکت او وجود دے.
اعمال ۱۷:۲۸
څومره چې پلار په خپلو بچو باندې مهربان وى، نو دومره مالِک خُدائ په هغوئ مهربانه دے څوک چې د هغۀ نه يريږى.
زبور ۱۰۳:۱۳
خو هغه دوئ سره ډېر مهربانه وو. د هغوئ ګناهونه يې معاف کړل او هغوئ يې تباه نۀ کړل. اکثر يې خپله غصه قابو کوله او خپل ټول قهر او غضب يې څرګند نۀ کړلو. هغۀ راياد کړل چې بنيادم خو د غوښې نه جوړ دے، د هغې هوا په شان دے چې لګى او بيا نۀ واپس کيږى.
زبور ۷۸:۳۸–۳۹
د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).
وروستۍ ورځې
ټول وګورئ۲۰۲۴ جون ۳
متى ۲۵:۱۳ · لوقا ۲۱:۳۴–۳۶
۲۰۲۴ جون ۲
هِجرت ۱۲:۱۱ · ميکاه ۲:۱۰
۲۰۲۴ جون ۱
ګلتيان ۵:۲۲ · هِجرت ۳۴:۶
۲۰۲۴ مۍ ۳۱
پېدايښت ۳۲:۲۸ · هوسيع ۱۲:۳–۴
۲۰۲۴ مۍ ۳۰
عبرانيان ۴:۱۱ · متى ۷:۱۳–۱۴
۲۰۲۴ مۍ ۲۹
ليويانو ۱۷:۱۱ · يوحنا ۱:۲۹
