۲۰۲۴ جون ۱
ورځنۍ رڼا, جون ۲: دا به تاسو زر زر خورئ (هِجرت ۱۲:۱۱)
ورځنۍ رڼا
دا به تاسو زر زر خورئ، ځکه چې تاسو به د سفر دپاره ملا تړئ ... دا زما يعنې د مالِک خُدائ په درناوى کښې د فسحې اختر دے.
هِجرت ۱۲:۱۱
پاڅه دلته نه ځه، ځکه چې دا ستا د آرام ځائ نۀ دے.
ميکاه ۲:۱۰
ځکه چې دلته زمونږ يو ښار قائم پاتې کېدونکے نشته بلکې مونږ د هغه ښار په لټون کښې يُو چې راتلونکے دے.
عبرانيان ۱۳:۱۴
نو بيا د خُدائ پاک د خلقو دپاره د سبت ورځ د آرام ورځ تر اوسه انتظار کوى.
عبرانيان ۴:۹
د خِدمت دپاره تيار اوسئ او خپلې ډيوې بلې ساتئ. د هغو سړو په شان شئ څوک چې د خپل مالِک د وادۀ د روټۍ نه د واپس راتلو په اِنتظار وى نو چې هغه څۀ وخت راشى، او ور وټکوى نو چې سمدستى هغوئ ورته ور کولاو کړى. هغه خادِمان بختور دى چې مالِک يې د خپل راتلو په وخت بېدار ووينى.
لوقا ۱۲:۳۵–۳۷
نو په دې وجه خپله په ذهنى توګه ملا وتړه، او په خپل ځان قابو وساته، او خپل مکمل اُميد په هغه فضل ساتئ کوم به چې عيسىٰ مسيح تاسو له درکړى کله چې هغه راڅرګند شى.
اول پطروس ۱:۱۳
زما دا خيال نۀ دے چې کمال ته رسېدلے يم خو زۀ اوس دا يو کار کول غواړم ... زۀ د مقصد په طرف په منډه يم چې هغه انعام حاصل کړم د کوم دپاره چې زۀ خُدائ پاک د عيسىٰ مسيح په وسيله آسمانى ژوند ته بللے يم. مونږ ټول چې په روحانى توګه بالغان يُو په کار دى چې په هر خبره کښې يو شان خيال ولرو.
فيليپيانو ۳:۱۳–۱۵
تۀ يې اے مالِکه خُدايه زما ټول نصيب او برکتونه.
زبور ۱۶:۵
مونږ د خُدائ پاک وارثان او د مسيح په ميراث کښې شريک هم يُو.
روميان ۸:۱۷
ځکه چې ټول هر څۀ ستاسو دى.
اول کورنتيان ۳:۲۱
جانان زما او زۀ د جانان يمه.
غزلې ۲:۱۶
او زۀ چې اوس کوم ژوند تېروم نو د خُدائ پاک په زوئ يې په ايمان راوړلو کښې تېروم چا چې ما سره مينه کړې ده او زما دپاره يې خپل ځان قربان کړو.
ګلتيان ۲:۲۰
مالِک خُدائ هارون ته وفرمائيل، ”تا ته به هيڅ جائيداد نۀ ملاويږى چې ستا ميراث شى او د بنى اِسرائيلو د مُلک هيڅ حِصه به تا ته نۀ حواله کيږى. زۀ مالِک خُدائ، ستا دپاره کافى يم.“
شمېر ۱۸:۲۰
په آسمان کښې زما څوک دى بې له تا نه؟ د بل چا خواهش نۀ لرم په زمکه غېر ستا نه. کۀ هر څومره زما زړۀ او بدن کمزورى وى، خو د تل دپاره به خُدائ زما د زړۀ زور او اُميد وى.
زبور ۷۳:۲۵–۲۶
کۀ څۀ هم د مرګ وادۍ نه زۀ تېرېږم، خو تۀ زما په څنګ يې نو نۀ يرېږم، ستا په چوکه او امسا زما تسلى ده.
زبور ۲۳:۴
ځکه په چا چې ما ايمان راوړے دے زۀ هغه پېژنم، او زما يقين دے چې څۀ چې ما هغۀ ته سپارلى دى د خپلو راتلو تر ورځې پورې هغه د هغې د حفاظت کولو قابل دے.
دوېم تيموتيوس ۱:۱۲
اے خُدايه، تۀ زما خُدائ پاک يې. د زړۀ نه ستا په لټون کښې يم، روح او زما ځان ستا تږے دے، لکه اوبۀ چې نۀ وى په زمکه خشکه او شاړه.
زبور ۶۳:۱
د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).
وروستۍ ورځې
ټول وګورئ۲۰۲۴ مۍ ۳۱
پېدايښت ۳۲:۲۸ · هوسيع ۱۲:۳–۴
۲۰۲۴ مۍ ۳۰
عبرانيان ۴:۱۱ · متى ۷:۱۳–۱۴
۲۰۲۴ مۍ ۲۹
ليويانو ۱۷:۱۱ · يوحنا ۱:۲۹
۲۰۲۴ مۍ ۲۸
فيليپيانو ۳:۲۰ · تيطوس ۲:۱۱–۱۴
۲۰۲۴ مۍ ۲۷
ناحوم ۱:۷ · يرمياه ۳۳:۱۱
۲۰۲۴ مۍ ۲۶
عبرانيان ۱۳:۲۰ · اول پطروس ۵:۴
