۲۰۲۴ مۍ ۲۶
ورځنۍ رڼا, مۍ ۲۷: او هغه د هغوئ حفاظت کوى څوک چې په هغۀ باور کوى
ورځنۍ رڼا
مالِک خُدائ ښۀ دے، د تکليف په وخت کښې هغه مضبوطه قلعه ده. او هغه د هغوئ حفاظت کوى څوک چې په هغۀ باور کوى.
ناحوم ۱:۷
د مالِک خُدائ ربُ الافواج شُکر ګزارى وکړئ، ځکه چې هغه ښۀ دے، د هغۀ مينه نۀ ختمېدونکې ده.
يرمياه ۳۳:۱۱
خُدائ پاک زمونږ پناه ګاه او قوت دے، په وخت د مصيبت کښې حاضر او تل مددګار دے.
زبور ۴۶:۱
زۀ به داسې وايم چې، ”مالِک خُدائ زما پناه او هم زما قلعه ده، هم هغه زما خُدائ پاک دے په چا چې توکل کوم.“
زبور ۹۱:۲
ستاسو په شان هيڅ څوک هم نشته، يو داسې قوم چې مالِک خُدائ خلاصون ورکړے دے. مالِک خُدائ په خپله ستاسو ډال او ستاسو تُوره دے.
ګردان ۳۳:۲۹
دا خُدائ پاک دے، چې د هغۀ کارونه څومره مکمل دى، د هغۀ کلام څومره اعتبارى دے. هغه د ډال په شان دے د هغه هر چا دپاره دے چې څوک يې پناه لټوى. مالِک خُدائ يواځې خُدائ پاک دے خُدائ پاک يواځې زمونږ د پناه ځائ دے.
دوېم سموئيل ۲۲:۳۱–۳۲
خو څوک چې د خُدائ پاک سره مينه کوى خُدائ پاک په خپله هغه پېژنى.
اول کورنتيان ۸:۳
خو بيا هم د خُدائ پاک بنياد مضبوط دے او په هغې دا ليکلى دى چې، ”مالِک خپل هغه خلق پېژنى،“ او، ”څوک چې د هغۀ دى د مالِک نوم اخلى، هغه دې د شرارت نه واوړى.“
دوېم تيموتيوس ۲:۱۹
بېشکه مالِک خُدائ د صادقانو د لارې خيال ساتى، په لار د تباهۍ خو بدعمله ورروان وى.
زبور ۱:۶
ځکه چې تا زۀ ښۀ پېژنم او زۀ ستا نه رضا يم.
هِجرت ۳۳:۱۷
زۀ دا غواړم چې تاسو د پرېشانۍ نه بېغمه اوسئ.
اول کورنتيان ۷:۳۲
او خپله ټوله پرېشانى په هغۀ واچوئ ځکه چې هغه ستاسو خيال ساتى.
اول پطروس ۵:۷
مالِک خُدائ په ټوله دُنيا د دې دپاره نظر اچوى چې هغه کسانو له طاقت ورکړى چې د چا زړۀ د اخلاصه د هغۀ وفادار وى.
دوېم تاريخ ۱۶:۹
د مالِک خُدائ ښۀ والے وآزمايئ او وګورئ چې هغه څومره ښۀ دے. څوک چې د هغۀ نه پناه غواړى هغه بختور دے، د زمرى بچى به اوږى او کمزورى شى، خو د چا چې په مالِک خُدائ باندې توکل وى هغه به د هيڅ څيز محتاجه نۀ شى.
زبور ۳۴:۸, ۱۰
ځکه زۀ تاسو ته دا وايم چې د خپل ژوندون دپاره دا اندېښنه مۀ کوئ چې څۀ به وخورو، څۀ به وڅښو، او يا څۀ به اغوندو. ولې ژوندون د روټۍ، او بدن د جامو نه ډېر غوره نۀ دے څۀ؟ د هوا مارغانو ته وګورئ، دوئ نۀ خو کَرى او نۀ رېبى او نۀ يې خمبو کښې جمع کوى خو بيا هم ستاسو آسمانى پلار هغوئ له رزق ورکوى. نو بيا تاسو هغۀ ته د هغوئ نه ډېر اهم نۀ يئ څۀ؟
متى ۶:۲۵–۲۶
د هيڅ خبرې غم مۀ کوئ بلکې په هره خبره کښې خپل درخواستونه د دُعا او زارۍ په وسيلې د شُکر ګزارۍ سره د خُدائ پاک په حضور کښې پېش کوئ، نو بيا د خُدائ پاک سلامتى چې د پوهې نه بېخى بهر ده، هغه به ستاسو زړونه او خيالونه د عيسىٰ مسيح په وسيله محفوظ کړى.
فيليپيانو ۴:۶–۷
د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).
وروستۍ ورځې
ټول وګورئ۲۰۲۴ مۍ ۲۵
زبور ۳۱:۱۹ · يشعياه ۶۴:۴
۲۰۲۴ مۍ ۲۴
اِفِسيانو ۴:۳۰ · روميان ۱۵:۳۰
۲۰۲۴ مۍ ۲۳
هِجرت ۲۸:۱۲ · عبرانيان ۷:۲۴–۲۵
۲۰۲۴ مۍ ۲۲
يوحنا ۱۴:۲۷ · اول يوحنا ۲:۱۷
۲۰۲۴ مۍ ۲۱
اِفِسيانو ۶:۱۰ · زبور ۷۱:۱۶
۲۰۲۴ مۍ ۲۰
اول تيموتيوس ۴:۱۶ · اول کورنتيان ۹:۲۵–۲۷
