۲۰۲۴ مۍ ۲۴
ورځنۍ رڼا, مۍ ۲۵: ټول انسانان ستا په وزرو کښې پناه اخلى
ورځنۍ رڼا
ستا احسان څومره لوئ وى چې تا ساتلى د هغه چا دپاره څوک چې تا نه يريږى.
زبور ۳۱:۱۹
د پخوا نه نۀ ستا په شان خُدائ پاک چا ليدلے دے او نۀ يې اورېدلې دى، صرف تۀ هغه خُدائ يې چې د هغوئ مدد کوې څوک چې ستا په انتظار کښې وى.
يشعياه ۶۴:۴
څۀ چې نۀ سترګو ليدلى، نۀ غوږُونو اورېدلى او نۀ د انسان په زړۀ کښې راغلى دى، هغه څيزونه خُدائ پاک د هغوئ دپاره تيار کړى دى څوک چې د هغۀ سره مينه کوى. دا ټولې خبرې خُدائ پاک په مونږ د روح په وسيله ښکاره کړې.
اول کورنتيان ۲:۹–۱۰
تۀ به ما ته د ژوندون لارښودنه وکړې، د خپل حضور خوند به ما له راکړې، تا سره د تل ژوندون خوشحالى به ما له راکړې.
زبور ۱۶:۱۱
خُدايه پاکه، ستا رښتينې او ابدى مينه څومره قيمتى ده. ټول انسانان ستا په وزرو کښې پناه اخلى. معمور به کړې هغوئ په پرېمانه مېلمستيا د خپل کور، او تۀ به هغوئ د خپل برکتونو د درياب نه کړې معمور. خو تۀ د ژوندون سرچينه يې، په کوم نُور چې مونږ ليدل کوُو تۀ هغه نُور يې.
زبور ۳۶:۷–۹
ځکه چې د جسمانى تربيت فائده شته خو د ديندارۍ تربيت حاصلول د دې نه ښۀ دى ځکه چې په اوسنى او راتلونکى ژوندون کښې به د دې دواړو فائده وى.
اول تيموتيوس ۴:۸
د تواتيره د جماعت فرښتې ته دا پېغام وليکه چې د خُدائ پاک زوئ داسې فرمائى د چا سترګې چې د اور د شغلو په شان دى او چې پښې يې د زېړو په شان ځليږى.
رويا ۲:۱۸
د انسان زړۀ د هر څۀ نه زيات دوکه مار وى، او د شرارت نه ډک وى. څوک پرې هم نۀ پوهيږى. ”زۀ مالِک خُدائ د انسان د زړۀ لټون کوم او د هغۀ پټ سوچونه آزمائيم، زۀ هر چا ته اجر د هغۀ د عمل په مطابق ورکوم.“
يرمياه ۱۷:۹–۱۰
زمونږ ګناهونه دې په خپل مخکښې اېښى دى، زمونږ پټې خطاګانې تا ته ښکاره دى.
زبور ۹۰:۸
بيا مالِک پطروس ته وکتل او پطروس ته د مالِک خبرې رايادې شوې چې ورته يې فرمائيلى وُو ... نو هغه بهر ووتو او په چغو چغو يې وژړل.
لوقا ۲۲:۶۱–۶۲
خو عيسىٰ په خپله په هغوئ اعتبار نۀ کولو ځکه چې هغۀ ټول خلق ډېر ښۀ پېژندل. او د بل چا د پوهولو ضرورت ورته نۀ وو ځکه چې هغه د ټولو خلقو د فطرت نه ښۀ خبر وو.
يوحنا ۲:۲۴–۲۵
ځکه چې هغۀ ته پته ده چې مونږ څنګه جوړ شوى يُو، هغۀ ته دا ياد دى چې مونږ خاورې يُو.
زبور ۱۰۳:۱۴
هغه به يوه کږه لوخه هم نۀ ماتوى او نۀ به کمه بلېدونکې ډيوه مړه کوى.
يشعياه ۴۲:۳
مالِک خپل هغه خلق پېژنى،“ او.
دوېم تيموتيوس ۲:۱۹
زۀ ښۀ شپون يم. زۀ خپلې ګډې پېژنم او زما ګډې ما پېژنى، زما ګډې زما آواز اورى، زۀ هغوئ پېژنم او هغوئ ما پسې راځى. زۀ هغوئ له د تل ژوندون ورکوم او هغوئ به هيڅکله هم هلاک نۀ شى او هيڅوک به يې هم زما د لاس نه ونۀ شوکوى.
يوحنا ۱۰:۱۴, ۲۷–۲۸
د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).
وروستۍ ورځې
ټول وګورئ۲۰۲۴ مۍ ۲۳
هِجرت ۲۸:۱۲ · عبرانيان ۷:۲۴–۲۵
۲۰۲۴ مۍ ۲۲
يوحنا ۱۴:۲۷ · اول يوحنا ۲:۱۷
۲۰۲۴ مۍ ۲۱
اِفِسيانو ۶:۱۰ · زبور ۷۱:۱۶
۲۰۲۴ مۍ ۲۰
اول تيموتيوس ۴:۱۶ · اول کورنتيان ۹:۲۵–۲۷
۲۰۲۴ مۍ ۱۹
زبور ۵۱:۲ · يرمياه ۳۳:۸
۲۰۲۴ مۍ ۱۸
يوحنا ۵:۲۶ · دوېم تيموتيوس ۱:۱۰
