ورځنۍ رڼا, مۍ ۲۰: عيسىٰ هغې ته وفرمائيل (يوحنا ۲۰:۱۶)

ورځنۍ رڼا

ورځنۍ رڼا
ټولې لیکنې

د خپل ځان او د خپل تعليم ډېر خيال کوه او پرې قائم پاتې شه ځکه چې په داسې کولو به تۀ د خپل ځان او د خپلو اورېدونکو د خلاصون سبب شې.

هر لوبغاړے په هر څيز کښې سخته پابندى کوى. هغوئ دا د فنا کېدونکى تاج د حاصلولو دپاره کوى، خو مونږ دا د ابدى تاج دپاره کوُو. نو زۀ بې‌مقصده منډه نۀ وهم او نۀ زۀ باد په سوکونو وهم. بلکې زۀ په خپل بدن تکليف تېروم او خپل غلام يې جوړوم، هسې نه چې زۀ نورو ته زيرے ورکوم او په خپله ترې محرومه شم.

د خُدائ پاک په ټولو وسلو ځان سمبال کړئ نو چې تاسو د دې قابل شئ چې د اِبليس د منصوبو خلاف ټينګ ودرېږئ. ځکه چې زمونږ جنګ د انسان خلاف نه بلکې د بدکارو حکمرانانو، د اختيار د مالِکانو، د دُنيا د تيارو د قوتونو خلاف او د شېطانى ارواح خلاف دے چې په آسمانى ځايونو کښې دى.

او څوک چې د عيسىٰ مسيح دى نو هغوئ د خپل د ګناه د فطرت ټول شوقونه او خواهشونه په سولۍ کړى دى. نو چې مونږ د خُدائ پاک د روح په مطابق اوسيږو، نو بيا مونږ ته د خُدائ پاک د روح د هدايت په مطابق ژوند تېرول په کار دى.

ځکه چې هر څوک چې د خُدائ پاک د روح په هدايت چليږى، هغوئ د خُدائ پاک بچى دى.

په دې خبرو عمل کوه او خپل ځان په دې کښې مشغول کړه چې ستا ترقى ټولو ته ښکاره شى.

عيسىٰ هغې ته وفرمائيل.

ځکه چې ما تاسو په بيعه اخستى يئ. ما تاسو ته په نوم آواز کړے دے، تاسو زما يئ.

او ګډې د هغۀ آواز اورى او هغه خپلې ګډې په نوم رابلى او هغوئ په هغۀ پسې روانې وى. ... ځکه چې هغوئ د هغۀ آواز پېژنى.

ګوره ما ستا نوم د خپلو لاسونو په تلو باندې ليکلے دے، او ستا دېوالونه همېشه زما په وړاندې دى.

خو بيا هم د خُدائ پاک بنياد مضبوط دے او په هغې دا ليکلى دى چې، ”مالِک خپل هغه خلق پېژنى،“ او.

زمونږ داسې لوئ مشر اِمام شته چې د آسمانونو نه تېر شو يعنې عيسىٰ چې د خُدائ پاک زوئ دے، نو راځئ چې مونږ د خپل ايمان په اِقرار ټينګ پاتې شُو.

دوه اونيکس کاڼى واخله او په هغې باندې د يعقوب د دولسو زامنو نومونه پاخۀ وليکه ... نو داسې هارون به د هغوئ نومونه ګرځوى، نو زۀ، مالِک خُدائ به خپل خلق همېشه دپاره ياد ساتم. د مشر اِمام دپاره يو د سينې جېب جوړ کړه چې د خُدائ پاک رضا معلومولو دپاره يې استعمالوى ... په هغه څلور قطاره قيمتى کاڼى ولګوه ... په دې دولسو کاڼو په هر يو کاڼى باندې دې د يعقوب د يو زوئ نوم ليکلے وى ... د اُوريم او تميم کاڼى د سينې په جېب کښې کېږده، چې کله هارون زما پاک حضور ته راځى نو هغه به د ځان سره دا راوړى.

د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019. www.pbs.org.pk

عکس د Ahmet Yüksek ✪ لخوا په Unsplash کې (https://unsplash.com/photos/hazy-mountain-peaks-at-sunrise-or-sunset-jUZUTcnJoQw)

د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).