۲۰۲۴ مۍ ۱۴
ورځنۍ رڼا, مۍ ۱۵: هغه به د هغوئ د سترګو ټولې اوښکې وچې کړى
ورځنۍ رڼا
هغه به د هغوئ د سترګو ټولې اوښکې وچې کړى، هلته به نور نۀ مرګ، نۀ وير، نۀ ژړا او نۀ درد وى ځکه چې وړومبى څيزونه تېر شوى دى.“
رويا ۲۱:۴
مالِک خُدائ پاک به مرګ د تل دپاره ختم کړى. او د هر يو کس په مخ باندې به اوښکې اوچې کړى او د ټولې دُنيا نه به د خپلو خلقو بېعزتى لرې کړى. مالِک خُدائ په خپله دا فرمائيلى دى.
يشعياه ۲۵:۸
ستا نمر به هيڅکله نۀ پرېوځى او نۀ به دې کله سپوږمۍ کوزيږى. ځکه چې مالِک خُدائ به ستا ابدى نُور وى، او ستا د غم ورځې به ختمې شى.
يشعياه ۶۰:۲۰
د صيون يو کس به هم بيا نۀ وائى چې، ”مونږ بيمار يُو،“ او مالِک خُدائ به د هغوئ ګناهونه معاف کړى.
يشعياه ۳۳:۲۴
او د هغې په خلقو به خوشحاله يم. په هغې کښې به نور د ژړا شور او د پرېشانۍ چغې نۀ شى اورېدے.
يشعياه ۶۵:۱۹
او هغوئ به دومره زيات خوشحاله وى چې غم او پرېشانۍ به ترې وتښتى.
يشعياه ۳۵:۱۰
زۀ ولې فديه ورکړم او هغوئ د عالِم ارواح نه آزاد کړم؟ زۀ هغوئ د مرګ د پنجې نه ولې خلاص کړم؟ اے مرګه، ستا د طاقت هغه لشه څۀ شوه؟ اے عالمِ ارواح ستا بربادى څۀ شوه؟
هوسيع ۱۳:۱۴
بيا به هغه قول پوره شى چې ليکلے شوى دى چې، ”په مرګ فتح غالبه شوه.“
اول کورنتيان ۱۵:۵۴
ځکه څۀ چې ښکارى هغه فانى دى خو څۀ چې نۀ ښکارى هغه ابدى دى.
دوېم کورنتيان ۴:۱۸
خُدائ پاک مونږ د عيسىٰ مسيح سره د مړو نه راوچت کړُو او په آسمان کښې يې د هغۀ سره په تخت کښېنولو، ځکه چې مونږ د مسيح سره يو شوى يُو.
اِفِسيانو ۲:۶
خو هغۀ خپل ښے لاس په ما کېښودو او وې فرمائيل ... او ژوندے يم.
رويا ۱:۱۷–۱۸
اے پلاره، هغه خلق څوک چې تا ما له راکړى دى زۀ غواړم چې دوئ هم ما سره وى چرته چې زۀ يم.
يوحنا ۱۷:۲۴
ځکه چې مونږ د هغۀ د بدن اندامونه يُو.
اِفِسيانو ۵:۳۰
او هغه د بدن، يعنې د جماعت سر دے، هغه ازل دے، او د مړو نه اول ژوندے شوے دے د دې دپاره چې په هر څۀ کښې د هغۀ درجه اول وى.
کولوسيان ۱:۱۸
او تاسو په مسيح کښې معمور شوى يئ څوک چې د هر حاکِم او اختيار سر دے.
کولوسيان ۲:۱۰
بيا لکه چې د هغۀ بچى انسانان دى، دغه شان عيسىٰ هم انسان شو د دې دپاره چې د مرګ په وسيله هغه څوک چې په مرګ يې قُدرت حاصل وو، يعنې اِبليس، تباه کړى او هغوئ آزاد کړى څوک چې ټول عُمر د مرګ د يرې په غلامۍ کښې ګرفتار وُو.
عبرانيان ۲:۱۴–۱۵
ځکه چې دا فانى کېدونکے بدن به ضرور غېر فانى لباس واچوى او دا ختمېدونکے بدن به د ابدى ژوندون لباس واچوى. کله چې دا فانى بدن غېر فانى، او دا فنا کېدونکے بدن ابدى لباس واچوى، بيا به هغه قول پوره شى چې ليکلے شوى دى چې، ”په مرګ فتح غالبه شوه.“
اول کورنتيان ۱۵:۵۳–۵۴
د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).
وروستۍ ورځې
ټول وګورئ۲۰۲۴ مۍ ۱۳
اول تيموتيوس ۲:۸ · يوحنا ۴:۲۳–۲۴
۲۰۲۴ مۍ ۱۲
اول يوحنا ۴:۷ · روميان ۵:۵
۲۰۲۴ مۍ ۱۱
اول کورنتيان ۱۵:۳۴ · اول تِسالونيکيان ۵:۵–۶
۲۰۲۴ مۍ ۱۰
اول يوحنا ۳:۸ · اِفِسيانو ۶:۱۲
۲۰۲۴ مۍ ۹
عبرانيان ۱۱:۱ · اول کورنتيان ۱۵:۱۹
۲۰۲۴ مۍ ۸
يشعياه ۵۳:۱۰ · يوحنا ۱۲:۲۷–۲۸
