۲۰۲۴ مۍ ۸
ورځنۍ رڼا, مۍ ۹: مۀ يرېږئ، دا زۀ يم (يوحنا ۶:۲۰)
ورځنۍ رڼا
نو ايمان دا دے چې په هغه څيزونو باور وکړُو چې د کوم په اُميد يُو، او په ناليدلو څيزونو يقين وکړُو.
عبرانيان ۱۱:۱
کۀ چرې زمونږ اُميد په مسيح صرف د دې ژوند دپاره وى نو بيا مونږ په ټولو انسانانو کښې قابل رحم يُو.
اول کورنتيان ۱۵:۱۹
څۀ چې نۀ سترګو ليدلى، نۀ غوږُونو اورېدلى او نۀ د انسان په زړۀ کښې راغلى دى، هغه څيزونه خُدائ پاک د هغوئ دپاره تيار کړى دى څوک چې د هغۀ سره مينه کوى. دا ټولې خبرې خُدائ پاک په مونږ د روح په وسيله ښکاره کړې.
اول کورنتيان ۲:۹–۱۰
نو هغۀ په تاسو د خپلې هغه وعدې په مطابق چې پخوا يې کړې وه د روحُ القُدس مُهر ولګولو او خپل يې کړئ. هم دغه روح د خُدائ پاک د خوا نه مونږ سره د هغه ميراث ضمانت دے د کوم چې يې مونږ سره وعده کړې ده او هغۀ مونږ په بيعه واخستو، چې د خُدائ پاک خپل خلق شُو.
اِفِسيانو ۱:۱۳–۱۴
عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل، ”په دې چې تا زۀ وليدم نو ايمان دې راوړو. بختور دى هغوئ چا چې زۀ نۀ يم ليدلے او ايمان يې راوړے دے.“
يوحنا ۲۰:۲۹
تاسو هغۀ سره داسې مينه کوئ اګر چې هغه مو ليدلے نۀ دے. او نۀ يې اوس وينئ، خو تاسو په هغۀ يقين ساتئ، او په جلالى انداز کښې خوشحالى کوئ کومه چې د بيان نه بهر ده. او ستاسو د ايمان اجر به ستاسو د خپل ځان د خلاصون حاصلول وى.
اول پطروس ۱:۸–۹
ځکه چې زمونږ د ژوند تلل په ظاهرى څيزونو نۀ بلکې په ايمان دى.
دوېم کورنتيان ۵:۷
نو په دې وجه خپله زړۀ ورتيا مۀ پرېږدئ ځکه چې د دې ډېر اجر دے.
عبرانيان ۱۰:۳۵
مۀ يرېږئ، دا زۀ يم.
يوحنا ۶:۲۰
کله چې هغه ما وليدو نو زۀ لکه د مړى د هغۀ په پښو کښې پرېوتلم، خو هغۀ خپل ښے لاس په ما کېښودو او وې فرمائيل، ”يرېږه مه، اول او آخر زۀ يم، او ژوندے يم، زۀ مړ وم خو اوس تل تر تله ژوندے يم او د مرګ او د عالمِ ارواح کُنجيانې ما سره دى.
رويا ۱:۱۷–۱۸
آو، زۀ هم هغه خُدائ پاک يم چې د خپل ځان په خاطر ستاسو په جرمونو پرده اچوم او ستاسو ګناهونه د خپل ذهن نه وباسم.
يشعياه ۴۳:۲۵
په ما افسوس، زۀ تباه شوم ... خو بيا هم ما په خپلو سترګو هغه بادشاه ليدلے دے چې هغه مالِک خُدائ ربُ الافواج دے.“ هغۀ زما شونډو له بَله سکروټه وروړله او وې فرمائيل، ”دا سکروټه ستا د شونډو سره لګېدلې ده، نو په دې وجه ستا قصور ختم شو او ستا ګناهونه معاف شول.
يشعياه ۶:۵, ۷
خو اوس د هغۀ خلق لوټ کړے شوى او شوکېدلى دى، هغوئ ټول په کندو کښې ګېر کړے شوى دى او په قېدخانو کښې اچولے شوى دى. هغوئ نه د لوټ مال جوړ شوے دے، خو د هغوئ بچ کولو له هيڅ څوک هم رانۀ غلل. هغوئ نيولے شوى دى خو هيچا هم ونۀ وئيل چې، ”دوئ واپس کړئ.“
يشعياه ۴۲:۲۲
خو کۀ څوک ګناه وکړى نو د پلار سره زمونږ يو شفاعت کوونکے دے، يعنې عيسىٰ مسيح چې صادق دے.
اول يوحنا ۲:۱
د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).
وروستۍ ورځې
ټول وګورئ۲۰۲۴ مۍ ۷
متى ۲۴:۶ · زبور ۴۶:۱–۳
۲۰۲۴ مۍ ۶
زبور ۸۵:۱۰ · يشعياه ۴۵:۲۱
۲۰۲۴ مۍ ۵
متى ۶:۳۱–۳۲ · زبور ۳۴:۹–۱۰
۲۰۲۴ مۍ ۴
يشعياه ۵۹:۱ · زبور ۱۳۸:۳
۲۰۲۴ مۍ ۳
متى ۵:۴۸ · پېدايښت ۱۷:۱
۲۰۲۴ مۍ ۲
پېدايښت ۲۸:۱۶ · متى ۱۸:۲۰
