۲۰۲۴ مۍ ۹
ورځنۍ رڼا, مۍ ۱۰: زمونږ ژوند په اهونو کښې ختم شو (زبور ۹۰:۹)
ورځنۍ رڼا
او د خُدائ پاک زوئ د دې مقصد دپاره ظاهر شو چې د اِبليس کارونه برباد کړى.
اول يوحنا ۳:۸
ځکه چې زمونږ جنګ د انسان خلاف نه بلکې د بدکارو حکمرانانو، د اختيار د مالِکانو، د دُنيا د تيارو د قوتونو خلاف او د شېطانى ارواح خلاف دے چې په آسمانى ځايونو کښې دى.
اِفِسيانو ۶:۱۲
بيا لکه چې د هغۀ بچى انسانان دى، دغه شان عيسىٰ هم انسان شو د دې دپاره چې د مرګ په وسيله هغه څوک چې په مرګ يې قُدرت حاصل وو، يعنې اِبليس، تباه کړى.
عبرانيان ۲:۱۴
دغه شان هغۀ د روحانى حاکمانو او د اختيار د خاوندانو نه وسلې واخستلې، او هغوئ يې په خلقو کښې رسوا کړل او د سولۍ په وسيله يې په هغوئ کاميابى حاصله کړه.
کولوسيان ۲:۱۵
بيا ما په آسمان کښې يو اوچت آواز واورېدو چې داسې يې وئيل چې، ”اوس خلاصون، قُدرت او زمونږ د خُدائ پاک بادشاهى او د هغۀ د مسيح اختيار راغلے دے، ځکه چې زمونږ په وروڼو اِلزام لګوونکى چې شپه او ورځ زمونږ د خُدائ پاک په مخکښې په هغوئ اِلزام لګوى، نو هغه د آسمان نه سر د لاندې راغورزولے شوى دى. خو هغوئ په هغۀ د ګډُورى د وينې او د هغوئ د ګواهۍ کولو په وسيله کامياب شول، او هغوئ خپل ځان عزيز ونۀ ګڼلو تر دې چې مرګ ته تيار شول.
رويا ۱۲:۱۰–۱۱
خو د خُدائ پاک شُکر دے چې هغۀ مونږ ته د مالِک عيسىٰ مسيح په وسيله فتح راکوى.
اول کورنتيان ۱۵:۵۷
او زمونږ پوهه د دې په حقله ډېره محدوده ده.
معلِم ۱:۲
زمونږ ژوند په اهونو کښې ختم شو. زمونږ د ژوند موده اويا کاله وى، او کۀ مونږ طاقت ولرُو نو اتيا کاله به وى. خو دا ټول په خفګان او تکليفونو تېروو. او دا زر تېريږى او مونږ ترې نه فنا کيږُو.
زبور ۹۰:۹–۱۰
کۀ چرې زمونږ اُميد په مسيح صرف د دې ژوند دپاره وى نو بيا مونږ په ټولو انسانانو کښې قابل رحم يُو.
اول کورنتيان ۱۵:۱۹
ځکه چې دلته زمونږ يو ښار قائم پاتې کېدونکے نشته بلکې مونږ د هغه ښار په لټون کښې يُو چې راتلونکے دے.
عبرانيان ۱۳:۱۴
”زۀ نۀ بدلېدونکے مالِک خُدائ يم.
ملاکى ۳:۶
خو مونږ د آسمان اوسېدونکى يُو او مونږ د آسمان نه د خلاصوونکى مالِک عيسىٰ مسيح د راتلو په اِنتظار کښې يُو. هغه به زمونږ دا کمزورے بدن د خپل جلالى بدن هم شکل جوړ کړى د هم هغه قدرت په وسيله چې هغۀ پرې ټول څيزونه د خپل ځان تابع کړى دى.
فيليپيانو ۳:۲۰–۲۱
ځکه چې مخلوقات د فنا تابع کړے شول، په خپله رضا نه بلکې د هغه خُدائ پاک په رضا چا چې هغوئ ته دا اُميد ورکړو.
روميان ۸:۲۰
عيسىٰ مسيح پرون، نن او تل تر تله يو شان دے.
عبرانيان ۱۳:۸
قُدوس، قادر مطلق خُدائ پاک، هغه چې وو، چې دے، او چې راتلونکے دے.
رويا ۴:۸
د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).
وروستۍ ورځې
ټول وګورئ۲۰۲۴ مۍ ۸
يشعياه ۵۳:۱۰ · يوحنا ۱۲:۲۷–۲۸
۲۰۲۴ مۍ ۷
متى ۲۴:۶ · زبور ۴۶:۱–۳
۲۰۲۴ مۍ ۶
زبور ۸۵:۱۰ · يشعياه ۴۵:۲۱
۲۰۲۴ مۍ ۵
متى ۶:۳۱–۳۲ · زبور ۳۴:۹–۱۰
۲۰۲۴ مۍ ۴
يشعياه ۵۹:۱ · زبور ۱۳۸:۳
۲۰۲۴ مۍ ۳
متى ۵:۴۸ · پېدايښت ۱۷:۱
