۲۰۲۴ مۍ ۶
ورځنۍ رڼا, مۍ ۷: خو زړَور شئ ځکه چې زۀ په دُنيا غالب شوے يم
ورځنۍ رڼا
داسې وخت به راشى چې تاسو به په خپل خواوشا کښې د جنګونو چغې او سورې او د جنګونو خبر به اورئ.
متى ۲۴:۶
خُدائ پاک زمونږ پناه ګاه او قوت دے، په وخت د مصيبت کښې حاضر او تل مددګار دے. نو مونږ به نۀ يريږو کۀ په زمکه زلزله راشى، او کۀ غرونه د سمندر په مينځ کښې راګزار شى. او يا د سمندر اوبۀ غرار او ځګونه وکړى، او غرونه د اوبو د زور په وجه وخوځولے شى.
زبور ۴۶:۱–۳
زما خلقو، خپلو کورونو ته ننوځئ او په ځان پسې دروازې بندې کړئ. د څۀ وخت دپاره ځانونه پټ کړئ چې د خُدائ پاک غصه سړه شى. وګورئ، مالِک خُدائ په آسمان کښې د خپل اوسېدو ځائ نه راروان دے چې د زمکې خلقو له د هغوئ د ګناه په وجه سزا ورکړى.
يشعياه ۲۶:۲۰–۲۱
ستا د وزرو په سورى کښې پناه غواړم ترڅو چې خطرناک طوفان تير شى.
زبور ۵۷:۱
ځکه چې تاسو مړۀ شوى يئ خو ستاسو ژوند د مسيح سره په خُدائ پاک کښې پټ دے.
کولوسيان ۳:۳
هغه به د بد خبر نه نۀ يريږى، د هغۀ زړۀ قائم دے او په مالِک خُدائ باندې پوره توکل کوى.
زبور ۱۱۲:۷
ما تاسو ته دا هر څۀ ووئيل نو چې تاسو په ما کښې سلامتيا حاصله کړئ. په دې دُنيا کښې به تاسو زحمتونو سره مخامخ شئ. خو زړَور شئ ځکه چې زۀ په دُنيا غالب شوے يم.“
يوحنا ۱۶:۳۳
چا له چې تا سزا ورکړه په هغوئ ظلم کوى.
زبور ۶۹:۲۶
تيندکونه به خامخا راځى خو چې د چا د لاسه دا راځى، د هغوئ په حال افسوس دے.
لوقا ۱۷:۱
دا سړے د خُدائ پاک د خاص منصوبې او د پوهې په مطابق تاسو ته حواله کړے شو او تاسو هغه د بېدينه خلقو په وسيله په سولۍ وخېژولو او مړ مو کړو.
اعمال ۲:۲۳
بيا هغوئ د هغۀ په مخ وتُوکل او په سوکونو يې ووهلو او ځينو په څپېړو ووهلو، او وئيل يې، ”اے مسيح، کۀ تۀ په رښتيا نبى يې نو دا راته ووايه چې چا ووهلې.“
متى ۲۶:۶۷–۶۸
دغه شان مشرانو اِمامانو، د شرعې عالمانو او مشرانو هم ورپورې مسخرې کولې، او وئيل يې چې، ”هغۀ خو نور خلق بچ کول خو خپل ځان نۀ شى بچ کولے. بېشکه کۀ دے د بنى اِسرائيلو بادشاه وى نو اوس دې د دې سولۍ نه راکوز شى.
متى ۲۷:۴۱–۴۲
په حقيقت کښې په دې ښار کښې هيروديس او پنطوس پيلاطوس دواړه د غېر يهودى قومونو او د بنى اِسرائيلو خلقو سره ستا د پاک خادِم عيسىٰ چې تا مسح کړے دے، خلاف يو ځائ شول، چې هغه هر څۀ وکړى کوم چې ستا د لاس لاندې او ستا په حُکم د مخکښې نه مقرر شوى وُو.
اعمال ۴:۲۷–۲۸
خو بېشکه چې هغۀ زمونږ بيمارۍ او کمزورۍ اوچتې کړې. خو بيا هم زمونږ دا خيال وو چې هغۀ له سزا ورکړے شوه، او دا چې خُدائ پاک هغه ووهلو او د هغۀ د ګناهونو سزا يې ورکړه.
يشعياه ۵۳:۴
د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).
وروستۍ ورځې
ټول وګورئ۲۰۲۴ مۍ ۵
متى ۶:۳۱–۳۲ · زبور ۳۴:۹–۱۰
۲۰۲۴ مۍ ۴
يشعياه ۵۹:۱ · زبور ۱۳۸:۳
۲۰۲۴ مۍ ۳
متى ۵:۴۸ · پېدايښت ۱۷:۱
۲۰۲۴ مۍ ۲
پېدايښت ۲۸:۱۶ · متى ۱۸:۲۰
۲۰۲۴ مۍ ۱
ګلتيان ۵:۲۲ · روميان ۸:۶
۲۰۲۴ اپریل ۳۰
اول يوحنا ۲:۵ · عبرانيان ۱۳:۲۰–۲۱
