۲۰۲۴ اپریل ۳۰
ورځنۍ رڼا, مۍ ۱: خو د خُدائ پاک د روح مېوه مينه، خوشحالى
ورځنۍ رڼا
خو د خُدائ پاک د روح مېوه مينه، خوشحالى.
ګلتيان ۵:۲۲
د ګناه د فطرت د سوچ لرلو اَنجام مرګ دے خو په روح پسې د تلو اَنجام ژوندون او سلامتى ده.
روميان ۸:۶
ځکه چې خُدائ پاک تاسو د سلامتۍ ژوند کولو دپاره رابللى يئ.
اول کورنتيان ۷:۱۵
زۀ تاسو ته سکون پرېږدم، زما خپل سکون، هغه چې دُنيا يې نۀ شى ورکولے. نو مۀ پرېشانه کېږئ او مۀ يرېږئ.
يوحنا ۱۴:۲۷
خُدائ پاک چې د اُميد سرچينه دے، هغه دې تاسو د خپل ايمان په وسيله د هرې خوشحالۍ او سلامتۍ نه ډک کړى، نو چې د روحُ القُدس په قدرت سره ستاسو اُميد هم په مخه زياتيږى.
روميان ۱۵:۱۳
ځکه په چا چې ما ايمان راوړے دے زۀ هغه پېژنم، او زما يقين دے چې څۀ چې ما هغۀ ته سپارلى دى د خپلو راتلو تر ورځې پورې هغه د هغې د حفاظت کولو قابل دے.
دوېم تيموتيوس ۱:۱۲
د چا ايمان چې مضبوط دے تۀ هغوئ بلکل محفوظ ساتې، ولې چې هغوئ په تا بهروسه ساتى.
يشعياه ۲۶:۳
د صداقت اثر به سلامتى وى، او نتيجه به يې ابدى سکون او حفاظت وى. زما خلق به پُرسکون او محفوظ ځايونو کښې اوسيږى، او د هغوئ کورونه به د امن او سلامتۍ نه ډک وى.
يشعياه ۳۲:۱۷–۱۸
خو هر څوک چې ما ته غوږ نيسى نو هغه به په امن کښې اوسيږى، او د نقصان څۀ يره به پرې نۀ وى.“
متلونه ۱:۳۳
هغوئ په لوئ امن کښې دى څوک چې ستا قانون سره مينه کوى.
زبور ۱۱۹:۱۶۵
مالِک خُدائ هلته موجود دے.“
حزقىايل ۴۸:۳۵
ګورئ، اوس به د خُدائ پاک حضور د بنى آدمو په مينځ کښې وى او هغوئ به د هغۀ اُمت وى او خُدائ پاک به په خپله د هغوئ سره وى.
رويا ۲۱:۳
ما په ښار کښې د خُدائ کور ونۀ ليدو ځکه چې مالِک قادر مطلق خُدائ پاک او ګډُورے په خپله د دې ښار د خُدائ پاک کور دے. او ښار ته د نمر يا د سپوږمۍ د رڼا حاجت نشته ځکه چې د خُدائ پاک جلال دا روښانه کوى او ګډورے د دې ډيوه ده.
رويا ۲۱:۲۲–۲۳
زۀ چې کله راپاڅم ستا ديدن به وکړم په ليدو ستا به مطمئن شم.
زبور ۱۷:۱۵
په آسمان کښې زما څوک دى بې له تا نه؟ د بل چا خواهش نۀ لرم په زمکه غېر ستا نه.
زبور ۷۳:۲۵
خو يهوداه به د تل دپاره آباد وى، او يروشلم به تر ټولو نسلونو قائم پاتې شى. زۀ به د هغوئ د قتلونو بدل اخلم کوم چې تر اوسه پورې ما نۀ دے اخستے. ځکه چې مالِک خُدائ په صيون کښې اوسيږى.“
يوايل ۳:۲۰–۲۱
چغې ووهه او خوشحالى وکړه، اے صيون لورې. ځکه چې زۀ راروان يم، او زۀ به ستاسو په مينځ کښې اوسېږم،“ مالِک خُدائ فرمائى.
زکرياه ۲:۱۰
او په هغه ښار کښې به داسې هيڅ څيز موندلے نۀ شى چې ناروا وى. او د خُدائ پاک او د ګډورى تخت به په هغه ښار کښې وى او د هغۀ خادِمان به د هغۀ عبادت کوى.
رويا ۲۲:۳
د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).
وروستۍ ورځې
ټول وګورئ۲۰۲۴ اپریل ۲۹
اول سموئيل ۱۲:۲۴ · ګردان ۸:۲
۲۰۲۴ اپریل ۲۸
يوحنا ۱:۲۹ · عبرانيان ۱۰:۴–۷
۲۰۲۴ اپریل ۲۷
اول کورنتيان ۷:۲۹ · ايُوب ۱۴:۱–۲
۲۰۲۴ اپریل ۲۶
غزلې ۲:۶ · ګردان ۳۳:۲۷
۲۰۲۴ اپریل ۲۵
متى ۱:۲۱ · اول يوحنا ۳:۵
۲۰۲۴ اپریل ۲۴
پېدايښت ۲۱:۱ · زبور ۶۲:۸
