۲۰۲۴ اپریل ۲۳
ورځنۍ رڼا, اپریل ۲۴: او د ټولو سترګې تا ته دى (زبور ۱۴۵:۱۵)
ورځنۍ رڼا
مالِک خُدائ ساره له برکت ورکړو او خپله وعده يې ورسره پوره کړه.
پېدايښت ۲۱:۱
اے خلقو هر وخت هغۀ باندې يقين ساتئ. تاسو هغۀ ته د خپل زړۀ مشکل بيانوئ، ځکه چې خُدائ پاک زمونږ پناه ګاه دے.
زبور ۶۲:۸
خو مالِک خُدائ د داؤد خُدائ پاک د هغۀ ايمان مضبوط کړو.
اول سموئيل ۳۰:۶
خو خُدائ پاک به په رښتيا سره ستاسو خيال وساتى او د دې مُلک نه به مو هغه مُلک ته بوځى د کوم چې هغۀ د اِبراهيم، اِسحاق او د يعقوب سره پخه وعده کړې وه.
پېدايښت ۵۰:۲۴
ما وليدل چې زما د خلقو سره په مِصر کښې څومره ظلم کيږى، ما د هغوئ فرياد اورېدلے دے او زۀ راغلم چې هغوئ له خلاصون ورکړم. ... هغۀ هغوئ د مِصر نه وويستل او بيا يې په مِصر او بحرِقُلزم او په صحرا کښې تر څلوېښتو کالو پورې ډېر عجيبه کارونه او معجزې وښودلې.
اعمال ۷:۳۴, ۳۶
مالِک خُدائ چې د بنى اِسرائيلو سره څومره وعدې کړې وې نو په هغې کښې يوه هم نۀ وه ناکامه شوې او ټولې يې پوره کړې وې.
يشوَع ۲۱:۴۵
راځئ چې مونږ د خپل اُميد په اقرار کولو بغېر د يرېدو نه کلک ودرېږو ځکه چا چې لوظ کړے دے هغه وفادار دے.
عبرانيان ۱۰:۲۳
هغه چې کومه وعده وکړى، نو هغه پوره کوى، هغه چې څۀ وائى، نو هغه کوى.
شمېر ۲۳:۱۹
زمکه او آسمان به فنا شى خو زما کلام به هيچرې فنا نۀ شى.
متى ۲۴:۳۵
نو، واښۀ اوچ شى او ګلونه مړاوى شى، خو د مالِک خُدائ کلام د همېشه دپاره قائم وى.
يشعياه ۴۰:۸
او د ټولو سترګې تا ته دى.
زبور ۱۴۵:۱۵
بلکې هغه په خپله ټولو بنى آدمو له ژوند، ساه او هر څۀ ورکوى.
اعمال ۱۷:۲۵
مالِک خُدائ د هر چا سره ښۀ دے، او هر څۀ چې هغۀ پېدا کړى دى په هغه ټولو مهربانه دے.
زبور ۱۴۵:۹
د هوا مارغانو ته وګورئ، دوئ نۀ خو کَرى او نۀ رېبى او نۀ يې خمبو کښې جمع کوى خو بيا هم ستاسو آسمانى پلار هغوئ له رزق ورکوى.
متى ۶:۲۶
نو ځکه په يهودى او په غېر يهودى کښې هيڅ فرق نشته چې هم دغه يو خُدائ پاک د ټولو مالِک دے او د هغوئ ټولو دپاره چې هغۀ ته زارى کوى، غنى دے.
روميان ۱۰:۱۲
ما خپلې سترګې غرونو ته نيولې دى. چې زما مدد به د کوم ځايه راځى؟
زبور ۱۲۱:۱
لکه څنګه چې غلام د خپل مالِک لاس ته ګورى، او لکه څنګه چې وينځه د خپلې بىبى لاس ته ګورى، نو دغه شان زمونږ سترګې د مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک ته ګورى.
زبور ۱۲۳:۲
بختور دى هغوئ چې د هغۀ د مدد په انتظار کښې وى.
يشعياه ۳۰:۱۸
په هغه وخت به هغوئ وائى، ”وګورئ دا دے زمونږ خُدائ پاک. مونږ د هغۀ په انتظار وُو او هغۀ مونږ آزاد کړُو. دا دے هغه مالِک خُدائ د چا چې مونږ په انتظار وُو. راځئ چې د هغۀ په خلاصون باندې د خوشحالۍ جشن وکړُو.“
يشعياه ۲۵:۹
خو کۀ چرې مونږ د هغه څيز اُميد کوُو څۀ چې مونږ نۀ وينو نو مونږ به په صبر سره د دې انتظار وکړُو.
روميان ۸:۲۵
د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).
وروستۍ ورځې
ټول وګورئ۲۰۲۴ اپریل ۲۲
ليويانو ۱:۳–۴ · پېدايښت ۲۲:۸
۲۰۲۴ اپریل ۲۱
فيليپيانو ۴:۱ · ايُوب ۲۳:۱۱
۲۰۲۴ اپریل ۲۰
ګردان ۱۳:۱۷ · دوېم کورنتيان ۶:۱۷
۲۰۲۴ اپریل ۱۹
يوحنا ۱۰:۷ · متى ۲۷:۵۱
۲۰۲۴ اپریل ۱۸
ګردان ۱۸:۱۸ · ګردان ۵:۵
۲۰۲۴ اپریل ۱۷
زبور ۵۰:۲۳ · کولوسيان ۳:۱۶–۱۷
