۲۰۲۴ اپریل ۱۹
ورځنۍ رڼا, اپریل ۲۰: مالِکه، تۀ څوک يې؟ (اعمال ۲۶:۱۵)
ورځنۍ رڼا
17-18 د هغې نه هيڅ يو څيز هم ځان له مۀ اخلئ کوم چې تباه کولے شى، نو بيا به د مالِک خُدائ قهر سوړ شى او په تاسو به رحم وکړى.
ګردان ۱۳:۱۷
دې دپاره مالِک فرمائى چې، ”د هغوئ نه راوځئ او د هغوئ نه جدا شئ او يو ناپاک څيز له هم لاس ورنۀ وړئ.
دوېم کورنتيان ۶:۱۷
خوږو ملګرو، زۀ تاسو له خبردارے درکوم چې تاسو خپل ځانونه مسافر او مهاجر وګڼئ، د هغه جسمانى خواهشونو نه ځان ساتئ چې ستاسو د نفس سره جنګ کوى.
اول پطروس ۲:۱۱
او د هغۀ د هغه ګناه نه نفرت کوئ په کوم چې هغه تور شوے دے.
يهوداه ۱:۲۳
ګرانو دوستانو، مونږ اوس د خُدائ پاک روحانى بچى يُو خو چې څنګه به يُو هغه لا تر اوسه راته پته نشته، خو مونږ په دې پوهيږو چې کله عيسىٰ راښکاره شى نو مونږ به د هغۀ په شان يُو، ځکه چې مونږ به يې هم په هغه شان ووينو څنګه چې هغه دے. او هغه ټول چې په مسيح دا اُميد ساتى، نو هغوئ ځانونه داسې پاک ساتى لکه چې مسيح دے.
اول يوحنا ۳:۲–۳
ځکه چې د خُدائ پاک فضل د ټولو خلقو د خلاصون دپاره څرګند شوے دے. او مونږ ته دا تعليم راکوى چې بېدينى او دُنياوى خواهشونه پرېږدو او په موجوده زمانه کښې په پرهيزګارۍ، صداقت او ديندارۍ سره ژوند تېر کړُو، نو چې مونږ د هغه مبارک اُميد، او د خپل لوئ خُدائ پاک او خلاصوونکى عيسىٰ مسيح د جلال د څرګندېدو په اِنتظار کښې يُو. نو هغه هغه څوک دے چا چې خپل ځان زمونږ دپاره قربان کړو چې مونږ د هر قسمه بېشرعې کارونو نه آزاد او پاک کړى او خپل هغه خلق مو جوړ کړى څوک چې د نېکو کارونو خواهشمند دى.
تيطوس ۲:۱۱–۱۴
مالِکه، تۀ څوک يې؟“ بيا هغۀ ما ته وفرمائيل چې، ”زۀ عيسىٰ ناصرى يم چې تۀ يې زوروې.
اعمال ۲۶:۱۵
دا زۀ يم چې يره ونۀ کړئ.
متى ۱۴:۲۷
کله چې تاسو د سمندر په ژورو اوبو کښې روان يئ، نو زۀ به ستاسو مل يم، کله چې تاسو د سمندرونو نه تېرېږئ نو ډوبېږئ به نه. کله چې تاسو په اور کښې تېرېږئ، نو تاسو به نۀ سوزئ، او د اور شُغلې به تاسو ته نقصان نۀ درکوى. زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم، زۀ د بنى اِسرائيلو هغه مقدس ذات يم، چې ستاسو خلاصونکے يم.
يشعياه ۴۳:۲–۳
کۀ څۀ هم د مرګ وادۍ نه زۀ تېرېږم، خو تۀ زما په څنګ يې نو نۀ يرېږم، ستا په چوکه او امسا زما تسلى ده.
زبور ۲۳:۴
خُدائ پاک زمونږ مل دے.
متى ۱:۲۳
د هغې به زوئ وشى او تۀ پرې عيسىٰ نوم کېږده، ولې چې هغه به خپل اُمت د ګناهونو نه خلاصوى.“
متى ۱:۲۱
خو کۀ څوک ګناه وکړى نو د پلار سره زمونږ يو شفاعت کوونکے دے، يعنې عيسىٰ مسيح چې صادق دے.
اول يوحنا ۲:۱
نو بيا څوک مونږ مجرمان کولے شى؟ هيڅوک نه، ځکه چې عيسىٰ مسيح زمونږ دپاره مړ شو او زمونږ دپاره د مړو نه بيا راژوندے شو او هغه د خُدائ پاک ښى لاس ته ناست دے او بېشکه چې زمونږ شفاعت کوى. نو بيا به څوک د مسيح د مينې نه مونږ جدا کړى؟ سختې يا مصيبتونه، ظلم، زياتے، لوږه، بربنډتوب، خطره يا مرګ داسې کولے شى څۀ؟
روميان ۸:۳۴–۳۵
د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).
وروستۍ ورځې
ټول وګورئ۲۰۲۴ اپریل ۱۸
ګردان ۱۸:۱۸ · ګردان ۵:۵
۲۰۲۴ اپریل ۱۷
زبور ۵۰:۲۳ · کولوسيان ۳:۱۶–۱۷
۲۰۲۴ اپریل ۱۶
زبور ۳۱:۲۲ · زبور ۶۹:۲
۲۰۲۴ اپریل ۱۵
يرمياه ۵۰:۳۴ · عاموس ۵:۱۲
۲۰۲۴ اپریل ۱۴
زبور ۶۳:۵–۶ · زبور ۱۳۹:۱۷–۱۸
۲۰۲۴ اپریل ۱۳
متلونه ۳:۹ · دوېم کورنتيان ۹:۶
